د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

"د اسلام قلعه په ګمرک کې له اورلګېدنې ځينو کړیو ناوړه ګټه پورته کړې"


اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله سوځېدلي ټانکرونه
اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله سوځېدلي ټانکرونه

د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، د اسلام قلعه په ګمرک کې له اورلګېدنې یو شمېر کړیو ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې له اورلګېدنې دوه ورځې وروسته، د دې ولایت والي د پېښې ځینې نور اړخونه روښانوي.

عبدالوحید قتالي وايي، یو شمېر مافیايي کړیو د ځینو موټر چلوونکو په ګډون له دې پېښې ناوړه ګټه اخیستې.

د هرات د والي په خبره، د ځینو سوداګرو سوداګریز توکي او موټر یې، موټر چلوونکو د غلا په نیت یا سوځولي یا هم پټ کړي او ځینو مافیايي کړیو بیا له مالیاتو څخه د تېښتې هڅه کړې.

عبدالوحید قتالي
عبدالوحید قتالي

قتالي زياته کړه: "ولې مافیا نن نه حاضرېږي چې موږ یې موټرونه د ګمرک دننه یوسوو. زه له خپل سوداګر سره ولاړ یم او پېژنم یې، ولې یوه لویه سلنه چې نن راغلي او ادعا کوي، هغوی دي چې هلته یې فساد کړی او نن نه حاضرېږي چې دا موټر را دننه شي. په لویه لار کې ټول موټر چلوونکې له موږ وتښتېدل. حاضر نه شول چې له سیمې یې وباسوو او سکورټ یې کړو، یوازې د دې لپاره چې موټر د قریې منځته یوسي او هلته یې خالي کړي، زموږ اتیا سلنه وخت دوی ضایع کړ."

عبدالوحید قتالي دا هم وايي، چې د اورلګېدو په ورځ د معمول خلاف، په ګمرک کې د ۶۰۰ موټرو پر ځای ۲۵۰۰ وسایط را جمع شوي وو چې له دې شمېر یې ۸۵ سلنه له سوځېدو ژغورل شوي او پاتې ۱۵ سلنه یې په بشپړ ډول له‌منځه تللي.

د هرات والي که څه هم د پېښې لامل د ګازو د یوه ټانکر چاودنه بولي، خو د لا وضاحت لپاره په دوو برخو کې د څېړنو له پیل خبر ورکوي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدو لامل د مسوولانو د وظیفوي غفلت او فساد پایله بولي.

د دې خونې د عامل پلاوي رییس سید زمان هاشمي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدنې په پېښه کې د سوداګرو نږدې ۴۰ سلنه سوداګریز توکي یا سوځېدلي او یا هم چور شوي دي.

هاشمي وویل: "په هرات کې دا اورلګېدنه د نا امنۍ له کبله نه، بلکې د غفلت، بې‌پروايۍ او د مسوولانو د فساد له کبله شوې ده. په هېواد کې د نا امنۍ مسئله د پاملرنې وړ ده، ولې د خصوصي سکټور غوښتنه په ګمرکانو کې د اصلاحاتو او روڼتیا راوستل او د حساب‌ورکوونې په اړه ده چې حکومت پرې قادر دی. په دې برخه کې د اصلاحاتو راوستو لپاره اراده اړینه ده."

د هرات د اسلام قلعه په ګمرک کې د شنبې په ورځ نږدې ۱:۴۵ بجې له ګازو په یوه ډک ټانکر کې اورولګېد چې وروسته یې ټول ګمرک ونیوه.

په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله د سوځېدلو موټرو انځور.
په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله د سوځېدلو موټرو انځور.

سوداګر او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په دې پېښه د اوښتي مالي زیان کچه له دوه سوه میلیون ډالر زیاته ښيي، خو حکومت وايي، د مالي زیان د ارزونې لپاره یې یو جلا پلاوی ګمارلی چې سر له سبا به خپل کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG