د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

خوست کې د نظام په ملاتړ غونډه: د جګړې ښکېلې خواوې دې اوربند او سوله وکړي


خوست کې د نظام په ملاتړ غونډه
خوست کې د نظام په ملاتړ غونډه

نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۶مه) په ورځ سلګونو خوست مېشتو د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې د نظام او جمهوریت خپل ملاتړ اعلان کړ.

د دې غونډې ویناوالو د جګړې له ښکېلو خواوو هم وغوښتل چې خپلو کې اوربند او دایمي سوله وکړي.

دوی زیاتوله، که په هېواد کې جمهوریت د کومې سیاسي معاملې قرباني شي، نو دا هېواد او ولس به يې د پرمختګونو څخه څو لسیزې وروسته پاتې شي.

قومي مشر قاضي احمد ببرکزي د دې غونډې په څنډه کې چې له خوستوالو سربېره ګڼو وزیرستانیو مشرانو او ځوانانو هم برخه په کې اخېستې وه ازادي راډیو ته وویل، کله مو څو لسیزې مخکې جمهوریت دلاسه ورکړ، دا هېواد او خلک يې د سترو بربادیو سره مخامخ شول، نو اوس چې جمهوریت لرو، باید ويې ساتو.

په خوست کې یو شمېر قومي مشران او مدني فعالانو د جګړې په ښکېلو لورو غږ وکړ چې اوربند وکړي.
په خوست کې یو شمېر قومي مشران او مدني فعالانو د جګړې په ښکېلو لورو غږ وکړ چې اوربند وکړي.

ده په حکومتي ادارو هم غږ وکړ چې د جمهوریت د باور د خونديتوب لپاره فساد او نورې بې عدالتۍ له منځه یوسي.

د اوسني نظام د لاسته راوړنو څخه یوه هم چې په اوس وخت کې افغان حکومت او نړیواله ټولنه ورباندې حساب کوي، هغه ښځو ته د خپلو د څه نا څه حقونو ورکول او دوی ته د زده کړو او د کار د شرایطو برابرول دي.

مدني فعالې زینب افغان وویل، د جګړې څخه تر ټولو ښځې ډېرې اغېزمنې دي، خو داسې سوله غواړي، چې په هغه کې د ښځو د وروستیو دوه لسیزو پرمختګونه او د دوی حقونه خوندي پاتې شي.

د دې غونډې ویناوالو په افغانستان کې تېرو ناخوالو او کورنیو جګړو ته په اشاري د نظام د نشتون ناخوالې او بدمرغۍ یادې کړې.

قومي مشر توریالي منګل وویل: "موږ د خوست ولسونه د دې لپاره له خپل نظامه ملاتړ کوو چې افغانانو د نشته نظامونو حالت لیدلی، د وینې توئیدنې درد يې لیدلی، نو دوی نه غواړي چې تېرو بدو پېښو ته چې افغانستان په کنډوالو بدل شو، نظام مو دلاسه ورکړ، شته بنسټونه مو دلاسه ورکړل، خدای مه کړه بیا ور وګرځو، نظام باید ولرو او دلاسه یې ورنه کړو. "

د قومي مشر حیدرګل منګل په وینا، په جګړه کې د افغانانو ټولې مادي او معنوي هستۍ له منځه تللي دي او تر دې زیات ددې بدبختیو د دوام زغم نه لري.

ده له دواړو خواوو وغوښتل چې د ځان او ملت د خیر لپاره دې په خپلو کې اوربند او سوله وکړي.

حاجي حیدرګل دا هم وویل، که د دوی غږ وانه ورېدل شي، نو قومونه او ولسونه به په سرغړونکي لوري د ملامتۍ غږ وکړي.

په غونډه کې د افغان حکومت چارواکو وویل، سره له دې چې د افغانستان خلک په یوه اوږده جګړه کې ښکېل دي، خو بیا هم د ژوند په هر ډګر کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم چې دې غونډه کې يې ګډون کړی وو، وویل، د دې پرمختګونو د خوندیتوب لپاره باید ټول ولس یو موټی شي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم

نوموړي زیاته کړه، په ولسواکو ټولنو کې د نظام د ټولو مادي او معنوي پرمختګونو مالکیت د ولس بلل کېږي او د دې هېواد د پرمختګونو مالکیت هم ولس پورې اړه لري.

د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالب پلاویو ترمنځ د سولې دوهم پړاو خبرې د جنورۍ په شپږمه پیل شوې، خو د اجنډا د جوړېدو په اړه له څلورو غونډو وروسته چې پایله‌یې هم نه‌درلوده، دا خبرې له یو ډول خنډ سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې بیا هدفي وژنو او جګړې زور اخېستی او د اروپایي ټولنې په ګډون یو شمېر هېوادونو په اساسي او ښه ډول له سره د سولې خبرو د پیل غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG