د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

هیل: د سرتېرو ایستل ښايي امریکا او افغانستان ته ناوړه پایلې ولري


د افغان او امریکايي ځواکونو سرتېري
د افغان او امریکايي ځواکونو سرتېري
  • هيل


هیل ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې له یوه اشنا کړکېچ سره مخ دی او هغه دا چې په افغانستان کې پاتې کېږي یا له دې هېواده وځي.

په مقاله کې راغلي، چې بایډن تر مې میاشت د ټولو امریکایي عسکرو د ایستلو ضرب الاجل د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې څخه په میراث ترلاسه کړی.

ورځپاڼې لیکلي، چې کارپوهان ګواښ کوي له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو ایستل ښايي امریکا او افغانستان ته ناوړه پایلې ولري.

د بایډن ادارې چارواکو ویلي، چې غواړي د امریکا – طالبانو په موافقې بیا کتنه وکړي.

طالبانو او امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ د قطر په پلازمېنې دوحه کې تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې امریکا د جنورۍ تر نیمايي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راوسته.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکو ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشت پورې به ټول امریکايي عسکر له افانستان را وباسي په دې شرط چې طالبان له ترهګرو سره د اړیکو د پرې کولو ژمنه عملي کړي.

دِ هیل ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د ویاند جان کربي په حواله لیکلي، چې واشنګتن په افغانستان کې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره متعهده دی.

  • هندو

هندو ورځپاڼې افغانستان ته د هند له خوا د کرونا ویروس واکسین د مرستو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي، افغان چارواکي به اوس د روغتیا نړیوال سازمان بېړنۍ اجازې ته انتظار باسي څو ژر تر ژره د هند د مرسته شویو واکسینونو تطبیق پيل کړي.

د یکشنبې په ورځ د هندوستان له خوا پنځه لکه ډوزه واکسینونه کابل ته ورسېدل.

هندو ورځپاڼې لیکلي، چې د هند ساخت واکسینونه داسې حال کابل ته رسېدلي چې افغانستان له کرونا سره په مبارزه لګیا دی.

ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو د وزیر ډاکتر جې شنکر ټوېټر ته هم اشاره کړې ده.

ښاغلي شنکر ویلي، چې د هند ساخت واکسین افغانستان ته ورسېد او ډاډ یې ورکړی چې هندوستان به په دې حالاتو کې له خپلو ملګرو هېوادونو سره وي.

افغانستان کې څه باندې پنځه پنځوس زره کسان کرونا نیولي چې له ډلې یې څه باندې ۲۴۰۰ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG