د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

ولسمشر غني له افغانستان سره د هند د کرونا ضد واکسین د مرستې هرکلی وکړ


له افغانستان سره د هند د کرونا ویروس ضد واکسین مرسته
له افغانستان سره د هند د کرونا ویروس ضد واکسین مرسته

د افغانستان جمهوري ریاست له افغانستان سره د هند د کرونا ضد پنځه لکه واکسین د مرستې هرکلی وکړ او د روغتیا وزارت ته‌یې لارښوونه وکړه چې دغه واکسینونه دې په لومړۍ مرحله کې د افغان امنیتي ځواکونو، روغتیایي کارکوونکو او د ټولنې پر نورو پرګنو چې د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، تطبیق شي.

د جمهوري ریاست په ټویټرپاڼه کې ولسمشر اشرف غني د هند د حکومت او د هند له خلکو چې په موقع‌یې دغه مرسته له افغانستان سره کړې، مننه کړې ده.

دا پنځه لکه دوزه واکسین چې په هند کې د استرازینیکا کمپنۍ له‌‌خوا تولید شوي، په دوو پړاوونو کې به دوه‌نیم لکه افغانانو ته ورکول کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان تر تأیید وروسته، په یوه اوونۍ کې به د دغه واکسین تطبیق پیل شي.

XS
SM
MD
LG