د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

درې افغان سناتوران په بند محکوم شول


د مشرانو جرګې عمومي غونډې انځور. ارشيف
د مشرانو جرګې عمومي غونډې انځور. ارشيف

له داري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتداييه محکمې درې سناتوران د بډو اخیستلو په تور له لسو کلونو په زیات بند او د اخیستل شویو بډو په پرې کولو تورن کړل.

‎په لومړي ځل د افغانستان د مشرانو جرګې درې غړي په بند محکوم شول.

‎لیاقت الله بابکرخېل، محمد انور باشلیق او عظیم قویاش په بلخ ولایت کې د څلوېښت زرو امریکایي ‌‌‌‌‌‌ډالرو بډو اخیستو په تور نن په کابل کې د درنو جرمونو په محکمه کې په علني ناسته کې محاکمه شول.

‎دوی په جلسه کې نه وه خو مدافع وکیل یې حضور درلود.

‎د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، چې د دغو سناتورانو د قضیې اړوند څېړنې د یوې ځانګړې څارنوالې له لوري ترسره شوې او له اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې مرکز کې يوې محکمې ته وړاندې شوې.

جمشید رسولي
جمشید رسولي

هغه وویل: "په نننۍ محکمه کې د تورنو کسانو د مدافع وکیلانو په حضور کې هر یو په لسو کلونو او یوه میاشت بند او په ګډه توګه د ۴۰ زرو ‌‌‌‌‌‌امریکایي ‌‌‌‌‌‌ډالرو په ګډه توګه پرېکولو چې په بډو کې برخه اخیستې وه محکوم کړل."

‎خو د دغو سناتورانو مدافع وکیل احمد فرید عربزی د محکمې حکم غیر عادلانه بولي.

هغه وویل: "دا پرېکړه غیر عادلانه وه، موضوع په بشپړ استجالیت محکمې ته متحوله شوې ده، د محکمې پرېکړه په څېړنیزو کې د تشې په شتون کې شوې نو موږ په دې يرېکړه قناعت نه لرو."

‎ښاغلی عربزی وايي، موکلین یې د استېناف محکمې د نظر د تجدید غوښتونکي دي.

‎د محکمې د حکم له ورکړې وروسته لویې څارنوالۍ په یوه خبر پاڼه کې ولیکل، چې دا درې سناتوران بلخ ولایت کې د مشرانو جرګې له لوري په عایداتي ادارو کې لکه د حیرتانو بندر، او ګمرکونو کې د څارنې لپاره د یوه پلاوي په توګه ګمارل شوي وو.

‎په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه سناتوران په حیرتانو بندر کې د میزان میاشتې په 7مه نېټه د غوښتل شویو 60 زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو نه د 40 زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرود اخیستو پر مهال ونیول شول.

‎خو لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت عمومي ریاست د دغو کسانو د نیولو اعلان د جدي په 8 مه نېټه وکړ.

‎له هغې وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د محمد انور باشلیق او لیاقت الله بابکرخېل غړیتوب په مشرانو جرګه کې لغوه کړ.

‎دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې د هرات ولایت ښاروال او شپږ نور همکاران یې هم د همدغې محکمې په حکم د تدارکاتي فساد په تور په درې درې کلونو بند او د 75 زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو په پرې کولو محکوم شول.

XS
SM
MD
LG