د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

د میدان وردګ یو شمېر خلک: بې وزله یو، سوړ ژمی مو د ماشومان ژوند ګواښي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي وايي، سږ دغه ولایت کې د واورو ورښت وختي پیل شوی او سړې هوا خلک سخت اندېښمن کړي دي.

ځینې دې واورو ته خوشبین دي، خو یو شمېر نور بیا د اقتصادي ستونزو له امله دې ساړه ژمي ته اوږه نه شي ورکولی.

د دغه ولایت یو اوسیدونکی نور احمد وايي: "یو خروار لرګي مې پېرلي، هغه ټول لامده شول، هېڅ نه لرو، شتمنو خپل غم خوړلی، خو زموږ بچیان په کمپبلو کې ژوند کوي، له دولته مو غوښتنه داده چې مرسته راسره وکړي."

ارشیف
ارشیف

هاخوا د دې ولایت یو ښوونکی رحیم بیا وايي: "له یوې خوا د توکو بیې لوړې تللي، بل خوا مو ژمی ډېر سوړ دی، بې کاري او ناروغي هم ورسره ده، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

خو د دې ولایت یو شمېر اوسیدونکي دا ورښتونه د بزګرانو په ګټه بولي، له ډلې یې حیات الله وايي: "ډېر ښه ژمی دی او ښې واورې دي، هیله لرم چې سږ ژمی د بزګرانو لپاره ګټور ووسي، کله چې واورې ونه وري، نو بزګران ټول فلج دي."

میدان وردګ ولایت د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې واوره په کې زیاته وریږي او ان ځیني وختونه د واورې له امله لويې لارې هم د ترافیکو پرمخ وتړل شي، نو د دغه ولایت اوسیدونکي د دې سوړ ژمي په پار اړ دي د څو میاشتو خوراکي او سونګ توکي وپیري.

د میدان وردګو ولایت والي عبدالرحمان طارق ازادي راډيو ته ومنله چې د دې ولایت یو شمېر خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د میدان وردګو ولایت والي عبدالرحمان طارق
د میدان وردګو ولایت والي عبدالرحمان طارق

نوموړي زیاته کړه له زرګونو کورنیو سره یې مرسته کړې او دا مرستې به یې روانې وي.

دی وايي: "د میدان وردګ یو شمېر بې وزله ولس د ژمي په را رسېدو مرستو ته سترګې په لار وي، نو په همدې اساس د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت له خوا د ۵۰۰ زره کورنیو سره مرسته وشوه، همدارنګه د ۳۰۰ نورو کورنیو سروې وشوه چې د ۱۵۰۰ زره افغانیو په اندازه به مرسته ورسره وشي او دا مرستې به روانې وي."

د میدان وردګو ولایت والي عبدالرحمان طارق پر نړیوالو خیره بنسټونو غږ کوي چې د میدان وردګ د جګړه ځپلو او بې وزله خلکو سره نورې مرستې هم وکړي.

XS
SM
MD
LG