د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


ارشیف، د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
ارشیف، د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

د کابل چاپ د نن ورځې په ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه او تبصرې شوي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودل شوې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، سره له دې چې څو ورځې وړاندې اروپايي ټولنې، د ناټو ملکي استازو، امریکا او څو نورو هېوادونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د اندېښنو ګډه اعلامیه هم خپره کړه، خو له دې سره د تاوتریخوالي بهېر لا هم روان دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د سولې په اړه نړیوال بدلون، له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل او همدا راز د بریدونو د کچې لوړېدل یو له بل سره مستقیمې اړیکې لري.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، وروسته له دې چې امریکا د دوحې تړون له سره د ارزولو او ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت د غځولو خبره وکړه، طالبانو غبرګون وښود او د تاوتریخوالي کچه يې لوړه کړه.

د سرمقالې لیکوال د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي دي چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، نو دوی به جګړې ته دوام ورکړي.

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې که طالبان غواړي افغانستان کې رښتینی ځای پیدا کړي نو باید له نړۍ سره منطقي مذاکره وکړي، ځکه د سرمقالې د لیکوال په خبره اوس مهال افغانان او نړیوال له طالبانو د روان تاوتریخوالي درول غواړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور د تاوتریخوالي دوام کولای شي د سولې رامنځته شوی فرصت له منځه یوسي.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې په سرمقاله په کابل کې د تېرې ورځې پرله پسې چاودونو ته اشاره شوې چې له امله يې یو شمېر افغانان ووژل شول.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په کابل کې روان وضعیت د عامو خلکو ترمنځ وحشت خپور کړی ان تردې چې خلک د وېرې له امله خپلو ورځنیو کارونو ته سمه رسېدنه نه شي کولای.

د سرمقالي لیکوال لیکلي، حکومت د دې پرځای چې طالبان او نورې ډلې د دې ډول بریدونو مسوول وګڼي، خپل استخباراتي معلومات باید زیات کړي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې له اسیا سره د افغانستان د اړیکو پراختیا په اړه خوښي څرګنده کړې.

په سرمقالې کې راغلي، د مرکزي اسیا هېوادونه په ځانګړي توګه ازبکستان او ترکمنستان په دې ډاډه شوي چې د افغانستان له لوري سویلي اسیا ته لار موندلی شي.

په سرمقالې کې ازبکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر تګ ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې دا سفر به د دوه اړخیزو اړیکو په پياوړتیا کې رغنده رول ولري.

XS
SM
MD
LG