د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

تخار کې د اوبو لوی کانال جوړېږي چې د ۲۱ کلیو د اوبو ستونزې به هواري کړي


تخار کې د اوبو لوی کانال جوړېږي
تخار کې د اوبو لوی کانال جوړېږي

تخار ولایت کې د اوبو پر یو لوی کانال د جوړېدو کار پیل شوی چې تمه ده بشپړېدل به یې د شااوخوا ۲۱ کلیو د اوبو ستونزې هوارې کړي.

سیمه ییز خلک هم هغو اوبو ته هیلې لري چې دا کانال به یې د دوی تر کښتونو ورسوي او هم د کانال ایستلو چاره کې ورته د کار فرصت برابر شوي چې سیمه کې شته بې روزګاري کمولی شي.

د جوی دراز په نوم دا کانال نژدې ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د ایستلو چارې یې پیل شوي.

چارواکي وايي، د کانال ایستلو دې چاره کې څه باندې درې زره کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابرې شوې ده.

د تخار د چارواکو د خبرو پر بنسټ چې پر دغې پروژې ۳۵۰ زره امریکايي ډالره لګښت راځي چې مالي لګښت یې د جرمني د پراختیايي بانک له لوري ورکول کېږي.

د تخار ولایت د کلیو د بیارغونۍ او پراختیا رئیس انجنیر صبغت الله نظري وايي چې د دې پروژې کار د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړېږي.

نوموړی زیاتوي: "د دې کانال په بشپړېدو سره به څه باندې ۴ زره او ۴۰ جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه او دغه راز څه باندې ۶۰۰ سوه جریبه شاړې ځمکې خړوبې شي او دغه ټولې ځمکې به دوه فصله شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو اقتصاد هم وده وکړي."

چارواکي وايي، د تالقان ښار اړوند د کنج علي بېک سیمه کې له کلونو راهیسې کروندګرو له خپلو کرنیزو ځمکو د اوبو نشتوالی له کبله یوازې یو فصل حاصل ترلاسه کاوه، خو د دې پروژې په بشپړېدو سره بزګران کولی شي، په خپلو کروندو کې دوه فصله کښت وکري.

د تخار والي مولوي عبدالله قرلق
د تخار والي مولوي عبدالله قرلق

د تخار والي مولوي عبدالله قرلق په دې اړه له خلکو سره د خبرو پر مهال وویل: "له هغو ځمکو چې کروندګرو یو فصل حاصل هم نه شو ترلاسه کولی، ددې کاناله په ګټې به کروندګر له خپلو ځمکو دوه فصله حاصل ترلاسه کړي. په دې پروژه کې زیات شمېر خلکو ته د کار زمېنه هم برابره شوې ده. دا پروژه د خلکو پر ژوند او اقتصاد باندې هم مثبته اغېزه کولی شي."

د سیمې خلک چې له اوږدې مودې راهېسې په خپلو کروندو کې د اوبو نشتوالي سره مخ دي. له دې پروژې خوښ دي.

د تالقان اړوند د ګوره پوست خور د کلي یو اوسېدونکی ۴۰ کلن خیرالله وايي: "موږ ډېر خوښ یو چې زموږ لپاره د اوبو کانال جوړېږي، ځکه پخوا زموږ کلي ته اوبه نه راتلې او د اوبو د نشتوالي له کبله زموږ ځمکې شاړې وې، اوس خوشحاله یو چې دولت زموږ لپاره د اوبو کانال جوړوي."

د بیارغونې دې سیمه ییزې پروژې یوازې هغه خلک نه دي هیله مند کړي چې د دې کانال پر مټ خپلو کښتونو ته د اوبو د رسېدو په تمه دي، بلکې دم ګړۍ د کانال ایستلو چارو سلګونو بې کاره کسانو ته د کار فرصت هم برابر کړی.

له دوی څخه یو هم ۳۰ کلن سید اسدالله دی چې په دې پروژه کې کار کوي: "له دولته مننه کوم چې دلته د خلکو د ابادۍ لپاره کار کوي او دا پروژه یې پیل کړې ده. دلته زما په شان زیات شمېر خلکو ته د کار بوختیا هم برابره شوې ده."

د چارواکو د معلوماتو له مخې د دې پروژې کار د تالقان د خطایان سیمې څخه پیل او د ګوره پوست خور په کلي کې پای ته رسېږي او په دې واټن کې به ۲۱ کلي د دې کانال له اوبو څخه برخمن شي.

تخار په شمال ختېځ زون کې یو کرنیز ولایت دی د معلوماتو له مخې د دې ولایت ۸۰ سلنه اوسېدونکي په مالدارۍ او کرنه بوخت دي او د سیمې د ډېرو خلکو ورځنی عواید له همدې درکه دی.

XS
SM
MD
LG