د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د افغانستان بانک: د دې بانک یو شمېر پخوانيو مسوولینو خپل پورونه نه دي پرې کړي


دافغانستان بانک
دافغانستان بانک

د افغانستان بانک د دې بانک یو شمېر پخواني مسوولين تورن کړي چې د کار په لومړیو شپږو میاشتو کې يې د خپلو شخصي استفادو په هدف د پور اندازه دوه برابره کړې او اخېستي پورونه يې لا نه دي خلاص کړي.

د دې بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان بانک پخوانی سرپرست واحد نوشېر، د دې بانک پخوانی دوهم مرستیال محمد قسیم رحیمي او د تدارکاتو پخوانی امر اباسین مل هغه کسان دي چې له دې بانکه يې د ځانونو لپاره د جایداد د اخېستو په هدف لسګونه میلیونه افغانۍ پورونه اخېستې دي.

خو ښاغلي رحیمي ویلي چې د قرضې اندازه یې نه ده دوه برابره شوې او دا تور بې بنسټه دی.

نوموړي زیاته کړې: "دا چې ګوندې پخوانۍ رهبرۍ د پور اندازه دوه برابره کړې دا د عامل پلاوي صلاحیت نه دی، د پور د اندازې معلومول د افغانستان بانک د عالي شورا په صلاحیتونو کې راځي، دا مسایل ناسم او له حقیقته لېرې دي، اداري پلاوی هېڅکله نه شي کولای د خپلې غوښتنې پر بنسټ په پور کې زیاتوالی راولي."

د افغانستان بانک په رسمي فسبوک پاڼه لیکل شوي چې د بانک پخواني سرپرست واحد نوشېر چې اوس مهال په انګلستان کې دی د کور د اخېستنې په هدف يې له بانکه ۱۳ میلیونه افغانۍ پور اخېستي، خو د ځمکې قباله او جایزه بیه يې نه ده وړاندې کړې.

د افغانستان بانک دغه شان ویلي چې د بانک د تدارکاتو پخواني امر اباسین مل د کور د اخېستو په هدف له دې بانکه ۱۴ میلیونه او د بانک پخواني دوهم مرستیال قسیم رحیمي هم له بانکه د کور د اخېستو په هدف پور اخېستی، خو رقم يې نه دی ښودلی.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې د بانک د سرپرست او دوهم مرستیال ۵۰ سلنه پور د دوی له تقاعده ګرځول شوی دی.

د افغانستان بانک مسولینو دغه شان ویلي چې د دې بانک یو شمېر نورو پخوانیو بېلابېلو مسولینو هم له دې بانکه پورونه اخېستي دي.

د افغانستان بانک پخواني سرپرست واحد نوشېر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو اباسین مل وویل چې د بانک د مقررې پر بنسټ يې له بانکه پور اخېستی، خو د قانون خلاف له دندې لېرې او څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د افغانستان بانک پخواني سرپرست واحد نوشېر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه
د افغانستان بانک پخواني سرپرست واحد نوشېر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه

ښاغلي مل زیاته کړه: " د بانک د مقررې پر بنسټ مې د کور د اخېستو په هدف له بانکه د پنځلس کلونو لپاره پور اخېستی و چې باید له میاشتنې امتیازه مې په قسط وار ډول د پنځلس کلونو په موده کې ګرځول شوی وای، ما پور هغه وخت اخېستی و کله چې خلیل صدیق د بانک رئیس و، نه د ښاغلي نوشیر د سرپرستۍ پر مهال."

له دې وړاندې د افغانستان د مرکزي بانک د پخوانیو چارواکو له لوري د دې بانک د ټولو څارونکی اصیل ګل توتاخیل د ۵۰ زره میاشتني امیتاز او دغه شان د کور د اخېستو لپاره د بانک د مقررې خلاف د پور په اخېستو تورن شوی و، خو د افغانستان بانک ویلي چې ښاغلي توتاخیل د کور د اخېستو په هدف له افغانستان بانکه پور نه دی اخیستی.

په افغانستان بانک کې فساد په دې وروستیو کې يو د پام وړ خبر دی، د دې بانک سرپرست اجمل احمدي هم ونه توانېده چې له ولسي جرګې د باور رایه واخلي، خو نږدې دوه میاشتې کېږي چې د ولسي جرګې د پرېکړې خلاف د بانک د سرپرست په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG