د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

پلاوی: که طالبان فکر کوي چې افغان پلاوی به مېز پرېږدي، دا پر ځان نه پرېږدو


ارشیف، په قطر کې د افغان سولې په اړه د غونډې یوه څنډه
ارشیف، په قطر کې د افغان سولې په اړه د غونډې یوه څنډه

د افغانستان د دولت د سولې مرکچي پلاوی وايي، دوحې ته د طالبانو د پلاوېو د ورستنېدو په تمه دي څو خبرې بېرته پيل شي.

د دې مرکچي پلاوي درېیو غړیو شریفې زرمتۍ، غلام فاروق مجروح او محمد رسول طالب نن له دوحې نه افغان خبریالانو ته د سولې د پروسې په اړه معلومات ورکول.

اغلې زرمتۍ وویل، افغان پلاوی هر وخت د خبرو لپاره چمتو دی، خو دا طالبان دي چې د خبرو د ځنډ لامل شوي: "که طالبان په دې فکر کې وي چې د افغانستان مذاکراتي پلاوی به ستړی او بې حوصلې کړي او دوی به د مذاکرې مېز پرېږدي او افغانستان ته به ځي. دا خبره هېڅکله موږ پر ځان نه پرېږدو."

د مرکچي پلاوې غړې شریفه زرمتۍ
د مرکچي پلاوې غړې شریفه زرمتۍ

د مرکچي ټیم بل غړي محمد رسول طالب هم وویل چې د طالبانو ډله د سولې زړه نه لري او خبرې او عمل یې سره توپير لري.

د طالبانو لږ تر لږه دوو پلاوېو په دې وروستیو ورځو کې روسیې او ایران ته سفرونه کړي.

افغان حکومت او طالبانو د جنورۍ په لومړیو کې ابتدايي ناستې کړي، خو تر هغه را وروسته یې بیا سره نه دي کتلي.

طالبانو تازه د افغان ټیم د نننیو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG