د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

نوواکس شرکت په بریتانیا کې د "کوېډ١٩" ضد واکسین ۹۰ سلنه اغېزناک وباله


نوواکس شرکت واکسین
نوواکس شرکت واکسین

د امریکا د متحدو ایالتونو د درمل جوړولو شرکت نوواکس اعلان وکړ چې په بریتانیا کې د شوې ازموینې له مخې، د کوویډـ۱۹ ناروغۍ ضد واکسین یې نږدې ۹۰ فیصده اغېزناک دی.

نوواکس پرون دا هم وویل، چې ظاهراً یې واکسین د کرونا ویروس د نویو بڼو په وړاندې هم اغېزناک ثابت شوی دی.

خو دغه شرکت وايي په جنوبي افریقا کې د ويروس د نوې بڼې په وړاندې دغه واکسین خلکو ته لږ خوندیتوب ورکړی دی.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې لا هم روغتیايي چارواکي نه پوهېږي چې د دغه واکسین ورکول به خلک د وایروس د هغې نوې بڼې په وړاندې خوندي کړي که نه چې اول په بریتانیا، برازیل او جنوبي افریقا کې کشف شوه.

د وایروس دا نوې بڼه د پخواني هغه په نسبت په خلکو کې په چټکۍ خپرېږي.

XS
SM
MD
LG