د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

هند افغانستان ته د کرونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ورکوي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

هند افغانستان ته د کرونا پنځه سوه زره ډوزه واکسین ورکوي.

په هند کې د افغانستان سرپرست سفیر طاهر قادري په ټویټر کې لیکلي دي چې دا واکسین به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي او د کرونا د مخنیوي په بیړنیو چارو کې به ګټه ترې واخېستل شي.

په افغانستان کې تر اوسه په کرونا ویروس څلورپنځوس زره اووه سوه پنځوس تنه اخته شوي دي او د دې ناروغۍ د تلفاتو رسمي شمېرې دوه زره درې سوه نهه اتیا ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG