د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د تاجیکستان ولسمشر خپل هېواد له کرونا وبا پاک وباله


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د تاجیکستان ولسمشر خپل هېواد له کرونا وبا پاک وباله او ویې ویل چې روانه میاشت د کرونا یوه مثبت پېښه هم نه ده ثبت شوې.

امام علي رحمان نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) پارلمان ته د وینا پرمهال دا ادعا وکړه، خو د تاجیکستان روغتیا وزارت د دې میاشتې په پیل کې ویلي و چې د کرونا یو شمېر نوې مثبت پېښې د نوي کال له پیله را وروسته ثبت شوي دي.

په تاجیکستان کې د کرونا رسمي مثبتې پېښې ۱۳ زره درې سوه اتو ته رسېږي او تلفات یې نوي تنه ښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG