د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

سټارز اینډ سټرایپس: له تعهد سره سره خوشې شوي طالبان د جګړو ليکو ته تللي


د پلچرخي له زندانه د خوشې شويو طالبانو يوه ډله. ارشيف - August 13, 2020
د پلچرخي له زندانه د خوشې شويو طالبانو يوه ډله. ارشيف - August 13, 2020
  • سټار اينډ سټرايپس

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې د جنګ لیکو ته د ځینو هغو طالبانو په بیا ورستنېدو مقاله خپره کړې چې افغان حکومت خوشې کړي وو.

ورځپاڼې په دې تړاو د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې، چې ویلي یې دي شپږ سوه طالب جنګیالي بېرته نیول شوي.

افغان حکومت په اول سر کې د څه باندې پنځه زره طالب جنګالیو له ازادۍ سره مخالفت کاوه خو د سټارز اينډ سټرایپس په خبره د واشنګتن فشارونو دې کار ته اړ کړ.

حکومت بیا ویلي، چې د سولې د خبرو او همدارنګه د مشورتي لویې جرګې د سپارښتنو په خاطر یې څه باندې پنځه زره طالب بندیان خوشې کړل.

سټارز اینډ سټرایپس د حمدالله محب خبرو ته اشاره کړې، چې ویلي یې دي طالبانو سره له دې چې تعهد کړی و بیا هم د جنګ لیکو ته ورګرځېدلي او یو شمېر یې بېرته د افغان ځواکونو په لاس نیول شوي.

ورځپاڼې ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې د دوی خوشې شوي طالبان جنګ ته نه دي ستانه شوي بلکې د هغه په خبره افغان پوځیانو یې په کورونو چاپې وهلي او نیولي یې دي.

د امریکا - طالبانو د ٢٠٢٠ کال د فبرورۍ تړون د افغان حکومت او طالبانو تر خبرو مخکې د پنځه زره طالب بندیانو د ازادۍ سپارښتنه کړې وه.

سره له دې چې د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې د افغانستان د دولت او طالبانو خبرې پيل شوې خو په دغه هېواد کې امنیتي وضعه مخ په خرابېدو شوه.

افغان حکومت او امریکايي ځواکونو ویلي، چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او په دې وروستیو کې يې هدفي وژنې او مقناطیسي ماین چاودنې زیاتې کړي دي.

  • ايرلنډ ار ټي اي

د ایرلنډ په وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم وروستیو لوبو د ګڼو سپورټي ورځپاڼو او خپرونو پام ور اړولی دی.

له هغې ډلې د ایرلنډ ار ټي اي دولتي ټلویزیون د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ د ملي ټیمونو په لوبو یوه تفصیلي مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال د افغانستان په وړاندې د ایرلنډي لوبغاړو لوبه ښه نه ده بللې او لیکلي یې دي چې ستونزمنه به وي تر دوو ماتو وروسته په دریمه لوبه کې څه وکړي.

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه د سوپرلیګ لوبو په لړ کې چې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام لپاره ترې نمرې ټولېږي مخ شوي.

د ار ټي اي په مقاله کې د یو شمېر ایرلنډي لوبغاړو ښې لوبې هم یادې شوي لکه په دویمه لوبه کې د پاول سټرلینګ سلیزه او په لومړۍ کې د مکبراین پنځه وېکټې.

سره له دې هم لیکوال د راشد خان یادونه کړې چې ښايي په وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته سرخوږی جوړ کړي.

افغانستان له ایرلنډ سره ټول ټال درې یو ورځنۍ لوبې لري چې دوه یې ترې ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG