د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

پاکستان په اضطراري ډول خپلو اتباعو ته د روسیې کرونا ضد واکسین تصویب کړ


د روسیې ساخت سپوتنیک وي کرونا ضد واکسین
د روسیې ساخت سپوتنیک وي کرونا ضد واکسین

پاکستان د کرونا وبا د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره، خلکو ته په اضطراري ډول د روسیې ساخت واکسین ورکول تصویب کړل.

د سپوتنیک وي (Sputnik-V) په نوم د کرونا ضد واکسین ورکول په داسې حال کې تصویب شول چې پاکستان د اکسفورډ پوهنتون او استرازنیکا شرکت او د چین د یوه دولتي شرکت سینوفارم واکسینونو تطبیق ته هم رضایت ښوولی دی.

دا چې په پاکستان کې به سپوتنیک وي واکسین کله پیلېږي، کومه مشخصه نېټه نه‌ده اعلان شوې.

پاکستان چې د نړۍ په سطحه د نفوسو د شمېر له مخې پنځم ځای لري، په کرونا ویروس په‌کې څه باندې ۱۱ زره کسان مړه شوي دي.

سپوتنیک وي واکسین چې د خوندیتوب او اغېزناکتوب د تضمین لپاره‌یې پراخې کلینیکي ازموینې نه‌دي شوي، د اروپا د درملو شرکت او د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا نه‌دی تأیید شوی.

XS
SM
MD
LG