د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

فارین پالېسي: د بایډن د ټیم غړو ویلي چې د افغان سولې پروسه به پر مخ یوسي


ځينې نړيوالې ورځپاڼې
ځينې نړيوالې ورځپاڼې
  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر امکاناتو لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې راغلي چې جو بایډن د امریکا څلورم ولسمشر دی چې د افغانستان جګړه څاري او د افغانستان د سولې نازکه پروسه ورته په میراث پاتې کېږي.

د فارین پالېسي د لیکوال لاورل مېلر پر اساس، د بایډن د ټیم غړو په زغرده ویلي چې د سولې پروسه به پر مخ یوسي.

د افغانستان د سولې پروسه د تېر کال د سپټمبر په ۱۲مه وروسته له دې پیل شوه چې د همدغه کال د فبرورۍ په پای کې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوه.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سوليوان د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د جمعې په ورځ په خبرو کې وویل چې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې پر موافقې به بیا کتنه وکړي.

د فارین پالېسي د لیکوال په نظر که څه هم د افغانستان د سولې پروسه ډېره ورو پر مخ ځي، خو بایډن باید دې پروسې ته موقع ورکړي.

د لیکوال په باور د افغانستان د مرکچي پلاوي او طالب پلاوي ترمنځ په خبرو کې اساسي اختلاف شته او دې ته په کتو د بایډن حکومت باید پرېکړه وکړي چې له طالبانو سره شوې موافقې ته ژمن پاتې شي او که پوځي مأموریت وغځوي.

د فارین پالېسي لیکوال د افغانستان د مأموریت په اړه د دوو نظرونو یادونه کوي او وايي چې ځیني فکر کوي چې امریکا په افغانستان کې خپل هدف چې د القاعده شبکې ځپل و، ترلاسه کړی او نور باید خپل پوځیان په هر صورت وباسي، خو ځیني نور پخواني چارواکي وايي چې باید امریکا خپل مأموریت ته دوام ورکړي او طالبان پرېنږدي چې واک ته په هېڅ شرط ورسېږي.

  • رولېنګ سټون خپرونه

دې خپرونې د کابل-کندهار پر لویې لارې لیکنه خپره کړې.

په سر کې یې لیکلي، پر دې سړک امریکا ۳۰۰ میلیونه ډالره ولګول او معنی یې دا وه چې دا لویه لار به د نوي افغانستان سمبول وي، خو اوس هر څه د امریکا د دې اوږدې جګړې خلاف روان دي.

د کابل کندهار لویه لار په ډېرو برخو کې کنډ کپر شوې، پُلونه او پُلچکونه‌یې طالبانو په ماینونو او بمونو الوزولي او په دې لار تلونکي مسافر ځان ناامن احساسوي.

XS
SM
MD
LG