د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

ولسمشرۍ ماڼۍ: د مالیې وزیر "عبدالهادي ارغندیوال" له دندې ګوښه شو


عبدالهادي ارغندیوال
عبدالهادي ارغندیوال

د افغانستان جمهوري ریاست د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې د ګوښه کېدو خبر ورکوي.

د افغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني په څه کم یوه میاشت کې دوه وزیران له دندو ګوښه کړل.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې په یوې خبر پاڼه کې چې نن خپره شوې لیکلي، چې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې خالد پاینده د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عواید په راټولولو کې ځنډ، په مالیې وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو د څېړلو په اړه له ټاکلي پلاوي سره د ښاغلي ارغندیوال مرسته نه کول او د یاد پلاوي مخنیوی، مدیریتي ضعف، د حکومتوالۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا، د اساسي قانون د ۷۷ مادې په پام کې نه نیول او د جمهوري ریاست له احکامو څخه سرغړونه هغه څه دې چې
له امله یې ښاغلی ارغندیوال له دندې ګوښه کړل شوی دی.

د مالیې وزارت تر دې د مه په دې اړه څه نه دې ویلي.

تېره اونۍ هم د ماليې وزارت د بشري منابع مشر د جمهور ريیس له احکامو د سرغوړونې او په غیر قانوني توګه د ګمارنو له امله بندې شوی و.

ښاغلي ارغندیوال په داسي حال کې له دندې ګوښه کېږي، چې د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه کې د ځنډ په اړه نيوکې کړې او له یاد وزارت څخه یې غوښتې چې بودیجه ژر تر ژر د تصویب په موخه دوی ته ولېږي.

د دې جرګې غړی عظیم کبرزاني ازادي راډیو ته وویل: "تر اوسه د حکومت لخوا د بودیجې دریمه طرحه ولسي جرګې ته نه ده لېږل شوې، موږ په تمه یو چې په طرحه کې اصلاحات راغلي که نه، له هغه وروسته به پرېکړه کوو."

د عامې روغتیا پخوانى وزير احمد جواد عثماني
د عامې روغتیا پخوانى وزير احمد جواد عثماني

د يادونې ده، چې له دې وړاندې د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني له دندې ګوښه شوی و.

XS
SM
MD
LG