د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د امریکا نوی حکومت تروریستي لېست کې د یمني حوثیانو پر راوستو غور کوي


یمن کې حوثي یاغیان
یمن کې حوثي یاغیان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت په وروستیو ورځو کې دې وزارت د یمن د حوثیانو د تروریستي بللو پر موضوع غور پیل کړی او هڅه کوي چې ژر په دې اړه یوه پرېکړه وکړي.

انتوني بلېنکن چې د ولسمشر جوبایډن له لوري د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی، په وروستیو ورځو کې وویل چې واشنګټن د تروریستانو په لیست کې د حوثي ملېشو د راوستلو پر موضوغ غور کوي.

د ملګروملتونو د سرمنشي په ګډون د دې سازمان ځینو چارواکو مخکې ویلي و چې که ټرمپ حوثیان د تروریستانو په کتار کې راولي، په یمن کې به قحطي نوره زیاته شي او د خبرو له لارې د یمن د مسئلې د حلولو امکان به نور هم کم شي.

انتوني بلېنکن چې د ولسمشر جوبایډن له لوري د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی
انتوني بلېنکن چې د ولسمشر جوبایډن له لوري د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی

د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم، د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی د جمعې په ورځ وویل، لکه څرنګه چې انتوني بلېنکن ویلي، د بهرنیو چارو وزارت د تروریستي ډلې په توګه د انصارالله د پېژندلو په اړه غور پیل کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویندوی د حوثیانو پر ځای د انصارالله نوم یاد کړ چې دا د دې ډلې بل نوم دی.

دغه ویندوی همدا راز ویلي، نه غواړي د داخلي مشورو په اړه په علني ډول څه ووايي، خو په یمن کې انساني ناورین ته په کتو، هڅه کوي چې ارزونې ژر تر ژره بشپړې شي او پرېکړه وکړي.

ملګري ملتونه یمن په نړۍ کې یو ستر ناورین بولي او د دې سازمان د څېړنو له مخې، د یمن په ۲۴ میلیونه نفوسو کې لږ تر لږه په سلو کې ۸۰ بشري مرستو ته اړتیا لري.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي و چې واشنګټن حوثیان د تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړي دي او دا پرېکړه د جنورۍ په ۱۹مه یعنې د ښاغلي ټرمپ د حکومت په وروستۍ ورځ عملي کېږي.

کتونکي د یمن جګړه د ایران او سعودي عربستان ترمنځ نیابتي جګړه بولي.

سعودي د دغه هېواد د رسمي یا په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوي حکومت ملاتړ کوي او ایران د حوثیانو.

XS
SM
MD
LG