د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

د سولې خبرې؛ هشت صبح: افغان پلاوی په دې نظر دی چې طالبان وخت ضایع کوي


ارشیف/ د افغانستان چاپ ورځپاڼې
ارشیف/ د افغانستان چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرو پر وړاندې پرتو خنډونو ته په اشارې سره لیکلي، دغه مذاکرات خپلې اصلي برخې ته تر داخلېدو وړاندې له بن بست سره مخ شوي او دواړه لوري په خپلو شرایطو ټینګار کوي.

وړاندې لیکل شوي چې تراوسه په دې پړاو کې د بحث شوېو مسئلو او په کې د پرمختګونو په اړه کومه د پام وړ نتيجه نه شته او ورځپاڼې دا خبرې خورا سړې او محدودې بللي دي.

د لېکوال د معلوماتو پر بنسټ د حکومت او طالب استازو ترمنځ تېره اوونۍ ان هېڅ کوم بحث نه دی شوی او افغان پلاوی په دې نظر دی چې طالبان وخت ضایع کوي.

ورځپاڼې د دې بن بست د ختمولو یوازینۍ لار په نوې تګلارې هوکړه بللې چې وکولی شي په عادلانه ډول د افغان دولت او طالبانو ګټې خوندي کړي او د نورو خبرو لپاره لاره هواره کړي.

د لېکوال په وینا، که پرمختګ ونه شي د دواړو خواو تر منځ جګړه به د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي او اصلي قربانیان به یې د افغانستان بې ګناه او ملکي وګړي وي.

  • وېسا

وېسا ورځپاڼې په افغانستان کې د جګړو زیاتېدو، نا امنیو او اداري فساد ته په اشارې لیکلي چې دغه حالت د خلکو اقتصادي وضعیت خراب کړی او ذهني سکون یې ورته له منځه وړی دی.

د ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان ناوړه امنیتي، سیاسي وضعیت لامل شوی چې پانګوال او صنعتکاران هېواد پرېږدي او خپلې پانګې نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

لېکوال پر حکومت هم تندې نېوکې کړي چې د حالاتو په کنټرول کې پاتې راغلی او فساد هم په کې اوج ته رسیدلی دی.

ورځپاڼې د یوې برخې ستونزو پړه پر هغو چارواکو اچولې چې کورونه یې بهر کې دي او دلته په لوړو څوکیو دندې کوي.

لېکوال ادعا کوي چې له بهره راغلي دغه چارواکي اصلاً ځان مسوول نه ګڼي چې د خلکو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي او په خبره یې د دغو چارواکو هدف یوازې له هېواده د پانګو انتقالول دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې افغانستان سره د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امريکا د همکاريو او مرستو د اړتيا په مسئلې لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې وړاندې ټینګار یې کړی چې حالاتو د افغانستان برخليک د دغو همکاريو په دوام پسې غوټه کړی، نو افغان حکومت ته په کار ده چې په دغه مهم تاريخي او برخليک ټاکونکي پړاو کې خپله بهرنۍ پاليسي تر هر وخت ښه فعاله وساتي او د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امريکا او نورو ستراتيژيکو او امنيتي او دفاعي ملګريوو پوره ملاتړ او همکاري را جلب کړي.

د لېکوال په وینا، افغان حکومت بايد د امريکا نوې اداره د افغانستان پر اهميت او حالاتو وپوهوي او هغه يوه لسيزې هم ورپه ياد کړي چې امريکا افغانستان ته شا کړې وه چې په ترڅ کې یې دا هېواد له کومو سختو خطرونو سره مخ شوې و.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې په بنسټيزو چارو کې پانګونه، په اقتصادي او پوځي برخو کې مرسته او همکاري او دغه شان له بشري حقونو ملاتړ او د ولسواکۍ دوام هغه څه دي چې د امريکا رول په کې مهم او آن حياتي ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG