د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

ناټو د افغان سولې د ملاتړ په پار افغانستان کې د ماموریت راتلونکی تنظیموي


د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ

ناټو را روانه فبروري په افغانستان کې د خپل حضور د راتلونکي په اړه بحث کوي.

د شمالي اتلانتیک تړون/ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون جمعه (د سلواغې ۳مه) د دې مطلب په بیان سره ویلي چې د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او د دغه ملاتړ د یوې برخې په توګه به په افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړي.

سټولټنبرګ دا څرګندونې جمعه د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اغلو سره په لیدنه کې کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اغلو سره
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اغلو سره

د ناټو په خبري اعلامیه کې د ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار ته اشاره شوې چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه به د افغانستان په اړه هره پرېکړه په ګډه کوي او په مسوولانه توګه به مخته ځي.

ښاغلي سټولټنبرګ همدا راز د امریکا له 'سي.اېن.بي.سي' ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستانه د عسکرو ایستل د نړیوالې ترهګرۍ او د ټولنیزو پرمختګونو په برخه کې لاسته راوړنې له خطر سره مخ کوي.

هغه بیا په افغانستان کې پاتې کېدل هم په یوه ستونزمن پوځي جنګ کې د دوامدارې ښکېلتیا په معنی بللی.

د ناټو سرمنشي زیاته کړې چې د امریکا له نوې ادارې سره په نږدې مشوره کې دی خو د هغه په خبره له یوه ستونزمن حالت سره مخ یو.

ناټو ویلي و چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بېړه وتل به لاسته راوړنې خطري کړي.
ناټو ویلي و چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بېړه وتل به لاسته راوړنې خطري کړي.

سټولټنبرګ له 'سي.اېن.بي.سي' سره په مرکه کې د ناټو پر وړاندې د ټولو ننګونو د هواري لپاره د اروپا، امریکا او ناټو په ګډ کار ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پرېکړې به په ګډه کېږي.

نوموړي ویلي: "موږ په یوه وخت له ګڼو ننګونو سره مخ یو. هېڅ یو یې په یوازې نه شو قابو کولی. موږ باید سره ودریږو. زه په یوازې امریکا باوري نه یم، یوازې په اروپا هم باوري نه یم. زه په ناټو کې د اروپا او شمالي امریکا په یووالي باوري یم."

د ناټو سازمان د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له پخوانۍ ادارې سره په ګڼو پرېکړو موافقه نه ښودله له هغې ډلې یوه له افغانستانه د ځواکونو ایستل وو.

ناټو له اول سره ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بېړه وتل به لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د۲۰۲۰ میلادي کال په فبروري کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې له افغانستانه خپل ټول پوځیان باسي.

امریکایي چارواکو ورو- ورو د خپلو عسکرو یوه لویه برخه له افغانستانه ایستلي او د همدې جنورۍ په پنځلسمه یې رسماً اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د سرتېرو شمېر دوه نیم زرو ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG