د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

خوستي ځوانان: عملي او زده کړه ییزې ناستې دې تر ولسوالیو وغځیږي


خوست کې یو شمېر ځوانان د یوه علمي بنسټ په چوکاټ کې
خوست کې یو شمېر ځوانان د یوه علمي بنسټ په چوکاټ کې

په خوست کې یو شمېر ځوانان د یوه علمي بنسټ په چوکاټ کې هره اوونۍ راټولېږي او د دايروي مطالعاتو د پراختیا سربېره په ټولنیزو او نورو علمي موضوعاتو اوونیز بحثونه کوي.

د دې ناستو مسولین وایي، که امکانات ور برابر شي، ناستې به تر ولسوالیو هم وغځوي.

دا اوونۍ بحث د فدا الله همت په نوم یو ځوان مخکې وړی او د مینې پر موضوع لکچر ورکوي.

نوموړی د لکچر په یوه برخه کې وایي: " د مینې د کولو لپاره د هغې قربانۍ چې عاشق په کې هرڅه له لاسه ورکوي، بدل کړو او پر ځای له ځان سره مینه وکړو، مینه د خوشالۍ لپاره وکړو او هم په مینه کې نورو ته خوشالي ورکړو، نه دا چې هم ځان قرباني کړو او هم نور راته په ټیټ نظر وګوري."

فدا الله همت پر مینې لکچر ورکوي
فدا الله همت پر مینې لکچر ورکوي

د لکچر له پای وروسته ګډونوال د موضوع په اړه پوښتنې او نظرونه پیلوي او بحث د مهمو نقاطو په راټولولو پای مومي.

د دې بنسټ مشر احمد سمون شریفي وایي، غواړي له دې لارې د ځوانانو په فکري روزنه کار وکړي او په مهمو مسایلو کې ازاد بحثونه رامنځته کړي.

ښاغلي شریفي زیاته کړه: "موږ یوه خپروندویه ټولنه لرو، انلاین اکاډمي هم لرو چې سافټ کتابونه په کې خپروو او یوټیوب ته غږیز کتابونه اپلوډوو، تراوسه مو ۷ کتابونه غږیز کړي دي، بل زموږ علمي بهیر دی چې هغه کې لکچرونه او دایروي مطالعه ترسره کېږي."

د دې بنسټ د مشر په وینا له تېرو دوو کلونو راهیسې د څو ځوانانو په ګډ کار په خپلو امکاناتو دغه چارې سمبالوي.

د دې ناستو په بله برخه کې د یوه ځانګړي کتاب پر منځ پانګه څو کسان د دریځ خواته ځي او مهمې برخې یې ګډونوالو ته وړاندې کوي، څو د کتاب په اړه مهم مالومات تر نورو ورسوي.

طایب الدین بریال د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د دې بنسټ په ډېرو ناستو کې یې ګډون کړی.

دی وایي، په ډېرو ټولنیزو موضوعاتو کې یې نوي مالومات ترلاسه کړي او په خبره یې هیله لري، داسې ناستې یې ولسوالیو ته هم وغځیږي.

ښاغلي بریال زیاته کړه: "له اړونده ادارو مو غوښتنه دا ده چې دا ناستې اوس ایله په مرکز کې ترسره کېږي، د دوی په همکارۍ او ملاتړ دې داسې ناستې ولسوالیو ته، مکاتبو ته هم وغځېږي څو هلته ځوانان له داسې مسایلو برخمند شي."

په خوست کې یو شمېر ځوانان د یوه علمي بنسټ په چوکاټ کې هره اوونۍ راټولیږي.
په خوست کې یو شمېر ځوانان د یوه علمي بنسټ په چوکاټ کې هره اوونۍ راټولیږي.

د خوست اطلاعاتو فرهنګ ریاست رئیس محمد انور زاهد وایي، د رضاکاره ځوانانو د فعالیتونو لپاره د امکان تر بریده خپل امکانات د دوی په واک کې ورکوي: "موږ د داسې ځوانانو او فعالیتونو تل ستاینه کړې او کوم امکانات چې لرو، موږ ترې نه دي سمپولي، د کتابونو مرسته مو ورسره کړي او که بیا هم امکانات په لاس راځي تر خپلې وسې همکاري ورسره کوو."

د دې اوونۍ اوونیزه ناسته د راتلونکي اوونۍ لپاره د یوه بل نوي کتاب په مطالعې او په یوې نوې موضوع د لکچر د وړاندې کولو لپاره د کسانو په ټاکلو پای ته ورسېده.

خوست اطلاعاتو فرهنګ ریاست مسولین وايي، د دې بنسټ په ګډون په دې ولایت کې له دوی سره په لسګونو مدني ټولنې، شوراګانې او بنسټونه ثبت دي چې په بېلابېلو برخو کې رضاکاره فعالیتونه کوي.

XS
SM
MD
LG