د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

کماله هارېس څوک ده؟


کماله هارېس
کماله هارېس

کماله هارېس، لومړنۍ هندي-افریقايي ټبرې ده چې د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه د وفادارۍ لوړه کوي.

هغه څوک ده او کوم سیاسي او ټولنیز کارونه‌یې کړي دي؟

کماله هارېس وايي: "زموږ د ولسواکۍ پالنه مبارزه غواړي. باید قرباني ورکړو، خو دا خوندَور څه هم دي. پرمختګ په دې خاطر دی چې موږ خلک د دې ځواک لرو چې راتلونکی بهتره کړو."

کماله هارېس ۵۶ کلنه ده. هغې په ۲۰۱۷ م کال کې د امریکا سنا ته لاره وموندله. مور یې هندۍ او پلار یې جاماییکايي دی.

مور یې شیملا ګوپالا په بریتانوي هند کې زېږېدلې وه او ژیولوژیسته وه. هغه د لوړو زده‌کړو لپاره امریکا ته ولاړه او د بیرکلي پوهنتون کې یې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې وې.

یو شمېر هندي ټبرو د کماله هارېس بریا ولمانځله.
یو شمېر هندي ټبرو د کماله هارېس بریا ولمانځله.

د کماله پلار ډونالد هارېس هم په ۱۹۶۱ م کال کې له جاماییکا څخه کالیفورنیا ته ولاړ او په همدې پوهنتون کې د اقتصاد محصل او وروسته په ستانفورډ پوهنتون کې استاد شو.

مخکې له دې چې کماله هارېس د امریکا د سنا غړې شي، ۲۵ کاله‌یې په کالیفورنیا کې د څارنوالې په توګه کار وکړ تر هغې چې د دې ایالت لویه څارنواله شوه.

د ۲۰۲۰ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هغه د ډیموکرات جو بایدن د مرستیالې په توګه رامخې ته شوه. د نومبر د میاشتې د درېیمې نېټې په انتخاباتو کې له بریا وروسته هغې په یوه غونډه کې خپلو ملاتړو ته وویل: "هره وړه نجلۍ چې موږ ویني، ګوري چې امریکا د فرصتونو هېواد دی. د خپلو اولادونو جنسیت ته له پام پرته وایم چې زموږ هېواد تاسو ته یو روښانه پیغام لري؛ له لوړو هیلو سره ارمانونه ولرئ. خپل ګامونه په ټینګ هوډ تعقیب کړئ او خپل ځان پر یو داسې لاره کې وګورئ چې نور ښايي په اسانه ورونه‌رسېږي، ځکه مخکې یې هېڅکله د هغې تصور نه‌دی کړی. خو په دې پوه شئ چې موږ به په دې لاره ستاسو د هر ګام ستاینه وکړو."

کماله هارېس
کماله هارېس

کماله هارېس په وروستیو کلونو کې د ډیموکرات ګوند له مخکښو سیاستوالو څخه وه. هغې په د ۲۰۲۰ م کال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په ګوندي ټاکنو کې هم ځان کاندید کړ، خو دا چې زیات ملاتړ یې راخپل نه‌کړای شو له سیالۍ ووتله.

کماله په سانسکریت کې د یو ګل نوم دی.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي سره له چې په څرګنده‌یې د ډونالد ټرمپ ستاینه کوله، له ځنډ پرته‌یې د کماله د بریالیتوب مبارکي ورکړه او په خپل ټویټ کې یې ولیکل چې دا بریا د ټولو هندي ټبرو امریکایانو لپاره لوی ویاړ دی.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

د جاماییکا صدراعظم هم د کماله هارېس بریا د دې هېواد او سیمې ویاړ وباله.

اندریو هولنیز ویلي، کماله هارېس لومړنۍ ښځه ده چې په امریکا کې د ولسمشر د مرستیالې په توګه انتخابېږي او دا چې پلرنی ټاټوبی یې جاماییکا ده، دا خبره د دې هېواد خلکو ته ویاړ دی.

کماله هارېس د ټرمپ او د هغه د ادارې له سر سختو منتقدانو څخه وه او په سنا کې د خپل جدي دریځ په لرلو پېژندل کېده.

جو بایډن چې د لوړې پر مهال ۷۸ کلن دی، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېر عمر لرونکی ولسمشر ګڼل کېږي. هغه تر اوسه نه‌دي ویلي چې په ۲۰۲۴ م کال کې د ولسمشرۍ د بلې دورې لپاره کاندیدېږي کنه.

که بایډن د بلې دورې لپاره کاندید نه‌شي ښايي، لاره کماله هارېس ته پرانیستل شي چې څلور کاله وروسته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدې په توګه ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG