د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د ډونالد ټرمپ د خدای پامانۍ وینا: پر خپلو کارونو ویاړم


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا تلونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ د خدای پامانۍ وینا وکړه.

ټرمپ وویل پر خپلو کارونو او هغه څه ویاړي چې د ده په دوره کې ترلاسه شوي.​

هغه دا خبره د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه د خپل کار د پای ته رسولو په مناسبت په خپله وینا کې وکړه.

ډونالد ټرمپ زیاته کړه: "دا چې زه د متحده ایالاتو د ۴۵م ولسمشر په توګه خپله دنده پای ته رسوم، ستاسو په وړاندې ولاړ او په هغه څه واقعاً ویاړم چې موږ او تاسو په ګډه لاسته راوړل. موږ هغه څه وکړل چې په خاطر یې دلته راغلي او نور ډېر څه."

۷۴ کلن ټرمپ جمهوري‌پال دی او یوازې یوه دوره ولسمشر پاتې شو.

هغه په خپله وروستۍ وینا کې نوې ادارې ته پرته له دې چې د خپل ځای ناستي منتخب ولسمشر جو بایډن نوم واخلي د بریا هیله وکړه: ​"موږ به د نوې ادارې پرانیسته ولرو، زه د امریکا د امنیت او هوساینې ساتلو کې ورته د بریا لپاره دعا کوم. موږ ډېرې ښې هیلې ورته لرو. هیله‌من یو چې یو ښه قسمت ولري هغه کلمه چې دېره مهمه ده."

د امریکا تلونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ په ولسمشرۍ ټاکنو کې چې تېر نومبر وشوې د ډیموکراټ جو بایډن په وړاندې ماته وخوړه.

د امریکايي الکتروانو ۳۰۶ رایې جو بایډن وګټلې او ۲۳۲ هم ټرمپ.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن او مېرمن‌یې
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن او مېرمن‌یې

ټرمپ ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او تر ډېره‌یې هڅه وکړه چې د ټاکنو پایلې لغوه کړي هغه څه چې نتیجه‌یې ورنه‌کړه.

د تلونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ ګڼو پلویانو هم د ټاکنو د پایلو په وړاندې ډېر وخت په امریکا کې مظاهرې وکړې.

یوه مظاهره هم د جنورۍ په شپږمه په تاوتریخوالي او بلوا واوښته.

ښاغلي ټرمپ وویل: "ټولو امریکایانو په کنګرې باندې له یرغله وحشت وکړ. سیاسي تاوتریخوالی په هغو ټولو شیانو باندې برید دی چې موږ ته د امریکایانو په توګه د درناوي وړ دي. هېڅکله به ونه‌زغمل شي."

د امریکا پر کانګرس ماڼۍ د ډونالد ټرمپ د پلویانو یرغل
د امریکا پر کانګرس ماڼۍ د ډونالد ټرمپ د پلویانو یرغل

د امریکا ولسمشر د همدې وروستۍ پېښې په تړاو د کانګرس استازو جرګې له‌خوا د دوهم وار لپاره استیضاح شو. تمه ده سنا جرګه هم په راتلونکو ورځو کې د ډونالد ټرمپ محاکمې او استیضاح ته رسیده‌ګي وکړي.

XS
SM
MD
LG