د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

د مالیې وزارت: د ښوونکو د معاشونو په لوړېدو کار پیلیږي


آرشیف، په کابل کې یو ښوونځی
آرشیف، په کابل کې یو ښوونځی

له هغې وروسته چې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال بودجه دوه ځلي رد کړه، اوس د افغانستان مالیې وزارت وايي، د اصلاحاتي اداري کمېسیون سره په ګډه د دولتي کارکوونکو د معاشونو په یو شان کېدو او لوړېدو کار کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې درې میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د دولتي کار کوونکو د معاشونو د یو شان کېدو په اړه یې په کابینه کې خبرې کړې وې او اوس د یوې ګډې کمېټې له خوا په دې اړه کار روان دی.

د مالي وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د حکومت رهبرۍ پریکړه کړې چې دولتي کار کوونکو په ځانګړي ډول ښوونکو ته د معاشونو د یو شان کېدو په خاطر یو ګډه کمېټه د ماليې وزارت او د اداري اصلاحاتو کمېسیون له غړو جوړ وي، کار وکړي، څو وکولای شو د مالي امکانانو په نظر کې نیولو سره د ښوونکو معاشونه لوړ کړو."

د مالي وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي
د مالي وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي

همدا شان د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي، ولسي جرګې ويلي چې د ولسمشر د چارو ادارې څخه ۵ میلیارده افغاغنۍ او د ۹۱ او ۹۲ کوډونو څخه دې هم ۶۰۰ میلیونه افغانۍ کمې شي او نورو ادارو ته دې ځانګړې شي.

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، تر کومه يې چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال بودجه کې غوښتنې ونه منل شي، نه يې تصویبوي.

د ولسي جرګې غړی عظیم کبرزاني ازادي راډيو ته وویل: "هغه ګام چې حکومت پورته کړی، موږ یې هرکلی کوو، هیله مو دا ده چې هغه وړاندیزونه چې ولسي جرګې کړي په نظر کې ونیول شي، څو عدالت تامین شي."

د ۱۴۰۰ لمریز مالي کال لپاره ۴۷۳ میلیارده افغاني بودجه برابره شوې چې دې کې ۳۱۱ میلیارده یې عادي او ۱۶۱میلیارده یې پراختیايي بودجه ده.

حکومت لا تر اوسه ولسي جرګې ته د بودجې د بیا ځلي لېږد د نېټې خبره نه ده کړې، خو د مالیې وزارت ټینګار کوي چې بودجه دې د ولسي جرګې له خوا ژر تر ژره تصویب شي.

XS
SM
MD
LG