د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

په کندهار کې وسله واله نښته د ۴ بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلې


په کندهار کې افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال. ارشيف
په کندهار کې افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال. ارشيف

په کندهار کې د ملي امنیت ځواکونو د موټرو د ورکشاپ په ودانۍ جګړه او تصفیوي علمیات د ۴ برید ګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

د کندهار دامان والسوالۍ اړوند ارغستان ولسوالۍ ته په غځېدلي سړک د ملي امنیت ځواکونو د موټرو د ورکشاپ په یوې ودانې تر موټر بم چاودنې وروسته پنځه ساعت جګړه د څلورو برید ګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

د کندهار د امنیت امر فرید احمد مشعل وايي، په دې برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتې.

مشعل وايي، یوازې دوه کسه په دې پېښه ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان دښمن نن د ضعف نقطه بیا معلومه کړه او په شاوخوا اتو بجو یې د ملي امنيت په یو ورکشاپ چې هلته د ملي امنیت هېڅ منسوب نه و حمله وکړه، یو تن بريدګر انتحاري موټر بم چاودنه وکړه او درې نورو یې جکړه پیل کړه، دوه کسه ټپیان دي چې یو عسکر او بل د ورکشاپ کارکوونکى دى، نور تلفات له نیکه مرغه نه لرو."

په کندهار کې د میرویس روغتون چارواکي هم د دوو کسانو د ټپې کېدو خبره کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیه کې ویلي، په دغه برید کې چاته زیان نه دی اوښتي او بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي.

طالبانو بیا د دې برید مسئولیت منلي او ویلي، دي چې په ډېر شمېر افغان پوځیانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، طالبانو دغه برید یې د هغه هوايي بمباریو او ځمکنیو عملیاتو د غچ اخیستنې په ځواب کې کړي چې مودخ وړاندې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملکي کسانو د وژل کیدو لامل شول.

له دې سره هم مهاله نن په کابل او لغمان کې چاودونو هم د افغانستان امنیتي ځواکوانو ته تلفات اړولي.

د کابل امنیه قومندانۍ وايي، د کابل پوهنتون اړوند دریمې ناحیه کې دماین چاودنې له امله د ملي پولیسو دوه منسوبین وژل شوي او بو بل ټپي شوی دی.

اخوا په لغمان کې بيا امنيتي مسوولين وايي، د ماین چاودنې دوه پولیس او درې ملکي کسان ټپیان کړي دي.

د دې ترڅنګ له ګاوند ولايت ننګرهار څخه هم د دوه پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ويلي، چې نن ماسپښين د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند نارنج باغ سیمه کې په یوه رکشا کې سپرو وسله والو دوه تنه ملي پولیس په ډزو ووژل.

د جلال اباد ښار يوه څنډه
د جلال اباد ښار يوه څنډه

سرچينې دا هم ويلي، چې د پېښې عاملین تښتېدلي خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

د يادونې ده، چې په دې ورستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ولايتونو کې د ماين چاودنې پېښې او هدفي وژنې ډېرې شوي او ورسره جګړو او بريدونو هم زور اخيستی چې د دغه هېواد اوسېدونکي يې اندېښمن کړي.

XS
SM
MD
LG