د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

سرور دانش: سولې ته د رسېدو لپاره موقت حکومت ته اړتیا نه‌شته


 سرور دانش
سرور دانش

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالي یا موقت حکومت ته اړتیا نه‌شته.

د سولې خبرو له دویم پړاو پیلېدو سره سم، د لنډمهالي یا موقت حکومت د جوړېدو خبره ورځ تر بلې ګرمېږي.

خو د دې ډول حکومت له جوړېدو سره د اوسني حکومت مخالفت په خپل ځای دی.

تازه د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالي یا موقت حکومت ته هیڅ ډول اړتیا نه‌شته.

ښاغلي دانش چې نن یې "د وګړو اساسي حقوق او تل‌پاتې سولې"تر نوم لاندې جوړه شوې غونډې ته خبرې کولې، د لنډمهالي یا موقت حکومت جوړېدل د نظام د پاشل کېدو په معنا وبلل.

هغه زیاته کړه:" موږ په یوې داسې مرحلې کې نه یوو چې سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالی یا موقت حکومت جوړ کړو. نه کومه کودتا یا هم انقلاب شوی، نه د افغانستان اوسنی حکومت د کومې جګړې یا بلې ستونزې له کبله پاشل شوی دی، نه د افغانستان اساسي قانون لغوه شوی دی او نه موږ اوس‌مهال له یوه نظام څخه بل نظام ته د تلو په حال کې یوو. "

ښاغلي دانش همدا ډول په کور دننه له سیاسیونو او هغو کسانو چې د سياسي رقابت پر بنسټ، د موقت حکومت جوړېدل سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار بولي وغوښتل چې د ملي ګټو، اساسي قانون او تېرو شل کلنو لاس‌ته راوړنو لپاره، د جمهوریت جبهې په خوا کې ودرېږي.

که څه هم د ولسمشر دویم مرستیال د سولې خبرو کې د اوسني جمهوري نظام پر ساتنې او تر خوا یې د اساسي قانون په ملاتړ او ټینګار کوي، خو د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال بابرفرهمند د سولې له خبرو وروسته، دا ډول حکومت د خلکو په ګټه نه بولي.

هغه وویل: "که د سولې روانه پروسه پایله ورکړي، اوسنی ډول جمهوري نظام چې د خلکو مشارکت یا ګډون په کې د کاغذ پر مخ وي، جنسیتي ګډون په کې د اساسي قانون په ښایسته پاڼو لیکلی پاتې وي، د خلکو په ګټه نه بولو. موږ باید یوازې نومونو ته خوښ و نه اوسو. "

زلمى خليلزاد
زلمى خليلزاد

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر هغو سیاسیونو چې کابل ته یې د زلمي خلیلزاد د سفر پر مهال له هغه سره لیدلي رسنیو ته ویلي، خلیلزاد د سولې خبرو د بریا لپاره د موقت حکومت په ګډون درې طرحې وړاندې کړي دي.

خو تازه په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسن د لنډمهالي یا موقت حکومت سره مخالفت ښودلی.

راس ویلسن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "امریکا موقت حکومت نه غواړي، د افغانستان د سولې خبرو پایله په افغانانو پورې اړه لري او موږ په دې باوري یوو چې دا پایله باید د افغانانو د هیلو منعکس کوونکې وي. "

د امریکا سرپرست سفیر زیاته کړې، متحده ایالات غواړي د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ، د افغانستان شخړه پای ته ورسوي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم له سي‌‌این‌این ټلویزیون سره مرکه کې ویلي و، واک به یوازې د خلکو د ارادې پر بنسټ، خپل منتخب ځای‌ناستي ته ولېږدوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د سولې خبرو د بریا لپاره د لنډ‌مهالي یا موقت حکومت جوړېدو خبره داسې مهال مطرح کېږي چې لا هم په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو پلاوي د سولې خبرو د اجنډا په سر یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

خو د دې خبرو د بریا لپاره پاکستان یو ځل بیا د همکارۍ ټټر وهلی او صدراعظم یې عمران د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند له مشر کریم خلیلي سره کتنه کې ویلي، د سولې خبرو د پرمختګ لپاره باید تاوتریخوالی را کم شي، څو تل‌‌پاتې اوربند ته زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG