د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمښت ټينګار وکړ


د پاکستان صدراعظم عمران خان د حزب وحدت اسلامي مشر محمد کریم خلیلي سره د لیدنې پرمهال
د پاکستان صدراعظم عمران خان د حزب وحدت اسلامي مشر محمد کریم خلیلي سره د لیدنې پرمهال

د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت په اهمیت ټینګار کړی څو له لارې یې اوربند ته زمینه برابره شي.

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د پاکستان پر دوامداره ملاتړ د ټینګار په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې د خبرو پروسه باید د هراړخیز حل لپاره له زغم او کوښښ سره تعقیب شي.

ښاغلي خان پرون د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند له مشر محمد کریم خلیلي سره په یوه لیدنه کې دا مسئله یاده کړې ده.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي، چې عمران خان او محمد کریم خلیلي د افغانستان د سولې د پروسې او همدارنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په پراختیا باندې

بحث کړی دی.

د عمران خان په حواله په دې اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان تل د افغانستان د لانجې په سوله ییز حل ټینګار کړی او دا یې دریځ دی چې دا لانجه په جګړو نه هوارېږي.

د ښاغلي خان په حواله په دې اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې باید د اورکم په مسئله باندې ټينګار وکړي څو بلآخره اوربند ته زمینه برابره شي.

د پاکستان صدراعظم همداراز ویلي، چې یو باثباته او سوله ییز افغانستان به د سوداګرۍ او سیمه ایز ارتباطاتو په برخه کې د همکارۍ نوې لارې پرانیزي.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند رهبر محمد کریم خلیلي دوشنبه پاکستان ته تللی دی.

د ښاغلي خلیلي په حواله د هغه په فیسبوک پاڼه په اعلامیه کې راغلي چې خلیلي د افغانستان او پاکستان د روابطو او همدارنګه د سولې د پروسې په اړه د بحث لپاره پاکستان ته تللی دی.

ښاغلي خلیلي د عمران خان تر لیدلو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د پارلمان له رییس اسد قیصر سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له محمد کریم خلیلي سره د لیدنې پرمهال
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له محمد کریم خلیلي سره د لیدنې پرمهال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له مذاکره کوونکو لوریو غوښتنه وکړه، چې د اورکم لپاره نهايي هڅه وکړي او د اوربند پر لوري ګامونه واخلي.

شاه محمود قریشي پرون د حزب وحدت اسلامي افغانستان له مشر محمد کریم خلیلي سره په اسلام اباد کې د کتنې پر مهال دا خبره کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې د قریشي په وینا د افغانستان د سولې له پروسې د اسلام اباد د ملاتړ خبره تکرار کړه او ویې ویل پاکستان هیله من دی چې په قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ روانې مذاکرې به وکړای شي افغانستان ته تلپاتې سوله راولي.

ښاغلي خلیلي د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د نقش مننه وکړه.

ښاغلي خلیلي د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره هم کتلي چې ویل شوي په دې کتنه کې هم د سولې پر موضوع خبرې وشوې.

تر دې مخکې د طالبانو یو هیئت چې د دوی د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر یې مشري کوله پاکستان ته سفر کړی و او د افغانستان د سولې پر موضوع یې خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG