د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

ملګري ملتونه: ميليونونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري


آرشیف، په افغانستان کې يو خوارځواکى ماشوم
آرشیف، په افغانستان کې يو خوارځواکى ماشوم

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر د یو راپور په خپرولو سره اعلان کړی، چې اتلس اعشاریه څلورمیلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د هرات په حوزوي روغتون کې د خوار ځواکو ماشومانو د درملنې مرکز کې يو ماشوم د ناسالم خوراک له امله دلته روغتون ته وړل شوى دى.

عبدالقیوم چې د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی د دې ماشوم پلار دی.

نوموړی وايي، د ماشوم د پېدایښت په ورځ یې مور مړه شو، د مور د شېدو د نشتوالي او د بېوزلۍ له امله دا ماشوم ناروغه شو.

هغه وویل: "کله مې چې ماشوم پیدا شو، مور یې مړه شوه، د مور شیدې ونه خوړلې، ما چې د وچو شیدو د اخیستو وس نه درلود، نو ماشوم له خوار ځواکي سره مخ شو، د بادغیس ډاکټرانو راته وویل، ماشوم دې د هرات په روغتون کې بستر کړه."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر د يو تازه راپور له مخې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو یې یې له خوارځواکۍ کړېږي.

په افغانستان کې خوارځواکى ماشوم تر درملنې لاندې دى. ارشيف
په افغانستان کې خوارځواکى ماشوم تر درملنې لاندې دى. ارشيف

بېوزلي او سالمو خوراکي موادو ته محدود لاس رسی، په افغانستان کې په خورا ځواکي د ماشومانو د اخته کېدو عمده لاملونه بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په راپور کې راغلي، اتلس اعشاریه څلو میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د کرونا ویروس اقتصادي اغيز د اړمنو افغانانو کچه دوه برابره کړې او افغانستان د نړۍ د دوو هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې روغ روغتیايي سیسټم او صحي خوراکي توکو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د ژمي په درېو میاشتو کې یې یوازې یو میلیون کورنیو بېځایه شویو ته خوراکي توکي ویشلي دي.

په هرات کې د بېځايه شويو وضعیت، آرشیف
په هرات کې د بېځايه شويو وضعیت، آرشیف

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي ازادي راډیو ته وویل: "تېرکال لس میلیونو کسانو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا درلوده، روان کال د کرونا ویروس د خپراوي له امله دا شمېر زیات شوی، دا شمېرې رښتیا هم د اندېښنې وړ دي، طبیعي او غیر طبیعي پېښې لکه کورنۍ جګړې یې لامل دي، خو موږ یوازې توانېدلي یو چې روان کال له یو میلیون کسانو سره مرستې وکړو."

د دغه راپور له مخې په افغانستان کې ۱۶۲ مرستندويه سازمانونه فعالیت لري، چې د افغان دولت په همکارۍ په کلني ډول پنځلس اعشاریه اوه میلیونو افغانانو ته د مرستو رسولو وړتیاوې لري.

په تېرو شلو کلونو کې د بېلابېلو د مرستندویه بنسټونو د مرستو سره سره بیا هم د افغانانو په ځانګړې توګه د لرو پرتو سیمو خلکو په ژوند کې چندیانې بدلون نه دی راغلی، بېوزلي، بېکاري، سالم خوراکي سیسټم ته نه لاس هغه څه دي چې ډېری افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

XS
SM
MD
LG