د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

راه مدنیت ورځپاڼه: طالبان به افغان حکومت سره اوربند وکړي؟


ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • راه مدنیت

راه مدنیت ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرو ته په اشارې لیکلي، طالبان په دغو مذاکراتو کې د تصمیم نیولو واک نه لري.

وړاندې راغلي، حکومتي پلاوی د ټولنې د بېلابېلو برخو له مشورې وروسته قطر ته تللی او لومړيتوبونه هم د تاوتریخوالي پای ته رسول، سمدستي اوربند او یوې بنسټیزې سولې ته رسېدل دي.

ورځپاڼې پوښتنه کړې ایا طالبان به د افغانستان له حکومت سره اوربند وکړي؟

د لېکوال په باور که څه هم په لنډمهالي کې د سولې تصور نه شي کیدای، خو په خبره یې سوله به هغه مهال افغانستان ته راشي چې کله پاکستان په افغانستان کې له جګړې ستړي شي او د دغه هېواد په سوله کې خپلې ګټې وګوري.

لېکوال د ټاپي، ټوټاپ، ټاپ او کاسا زر پروژو ته اشاره کوي چې یو با ثباته افغانستان د پاکستان او ټولې جنوبې اسیا هېوادونو ته مهم دی او دغه هېوادونه باید د افغانستان د سولې لپاره هڅې وکړي.

لېکوال ټینګار کوي چې په افغانستان کې امنیت به د سیمې د هېوادونو له اقتصادي پیاوړتیا سره هم مرسته وکړي او ټينګار کوي چې د دغه جنګ د ختمېدو لپاره د ټولو مرسته اړېنه ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بيا د سولې د هڅو په غوره مديريت ټینګار کړی دی.

وړاندې سرمقاله ليکونکي ويلي چې په پاکستان کې نږدې هر روغتون له هغو ټپي طالب جنګياليو ډک دی چې په افغانستان کې په جګړه او بريدونو کې ټپيان شوي دي.

ورځپاڼه دغه شان د طالب مشرانو وروستيو سفرو ته هم اشاره کوي او لیکلي یې دي چې دغو مشرانو په پاکستان کې د خپلو جنګياليو له روزن ځايونو کتنه کړې هغه روزنځايونه چې پاکستاني پوځ ورته جوړ کړي او په افغانستان کې يې د وژنو او د سولې او ثبات پرضد کاروي.

لیکوال وړاندوېنه کوي، که د سولې هڅې ژر پايله ورنه کړي، را روان پسرلی به د پاکستان له خوا افغانستان له سختو بريدونو سره مخ شي.

ورځپاڼې د دې ترڅنګ پر پاکستان او طالبانو د نړیوالو فشارونو غوښتنه هم کړې لیکلي، په پاکستان کې د ترهګرۍ ځالې او د تمويل سرچيني باید له منځه يووړل شي، ځکه په وینا یې دا ترهګري نه يوازې د افغان سولې مخې ته خنډ ده، بلکې په خبره يې د سيمې او نړۍ په وړاندې هم ستر خطر دی.

را روان پسرلی به د پاکستان له خوا افغانستان له سختو بريدونو سره مخ شي.
  • افغانستان ورځپاڼه

افغانستان ورځپاڼې هم د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ته په اشارې پوښتنه کړې چې دغه هېواد د څه شي په لټه کې دی؟

وړاندې راغلي د پاکستان هڅه دا ده، څو د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپیژندل شي.

د لېکوال په وینا بل څه چې پاکستان غواړي هغه دا دي چې افغانستان له هند سره په خپلو اړیکو له سره غور او د پاکستان اندیښنو ته مثبت ځواب ورکړي.

درېيمه مسئله چې افغانستان ورځپاڼې ورته اشاره کړې هغه د کشمیر مسئله ده.

وړاندې راغلي که څه هم افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ لانجمنې سیمې کشمیر سره نژدې پوله نه لري، خو په وینا یې پاکستان بیا هم اړتیا لري چې له هند سره د مقابلې لپاره په افغانستان او پاکستان کې سخت دریځي اسلامي پالي ډلې ولري او د هند پر ضد يې وکاروي.

لېکوال دغو مواردو ته په کتو ویلي چې د افغانستان سوله یوازې کورنۍ اړخ نه لري او اړتیا ده چې لومړی په پاکستان فشارونه راوړل شي.

XS
SM
MD
LG