د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

قطر ته د سولې مرکچي پلاوی لاړ؛ "لومړیتوب به مو اوربند ته د طالب لوري هڅول وي"


ارشیف، په قطر کې طالب استازي
ارشیف، په قطر کې طالب استازي

په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو دوهم پړاو، ښايي له ژمنې سره سم نن د جنورۍ په پنځمه پیل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر وایي، د افغان پلاوي لومړیتوب به اوربند ته د طالب لوري هڅول وي.

سید سعادت منصور نادري رسنیو ته په استولي یو ویډیو پیغان کې ویلي چې افغان پلاوي تېرو درېیو اونیو کې په کابل کې د ټولنې له بیلابېلو اقشارو سره نږدې اویا ناستې وکړې او د سولې برخه کې یې د دوی مشورې واورېدې: " د خلکو، جمهوري ریاست او د مصالحې د عالي شورا لومړنۍ غوښتنه سرتاسري اوربند دی کله چې موږ دوحې ته رسېږو او خبرو ته داخلیږو نو څه چې د خلکو غوښتنه ده موږ به پرې عمل کوو."

په ورته وخت کې د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې مرکچي پلاوي ته د مذاکراتو د دې پړاو لومړیتونه په هم ډاګه کړل.

دی وايي، په دې ناسته کې د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وویل چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی د دولت او افغانانو له کلک ملاتړه برخمن دی او په پوره ډاډ د سولې په دوهم پړاو خبرو کې ګډون کوي.

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو د تېر میلادي کال د سېپټمبر په ۱۲مه په قطر کې پیل شو، خو دواړه لوري تر درېیو میاشتو وتوانېدل چې د خبرو په اجنډا هوکړه وکړي.

د دواړو لوریو یو بل ته د پیشنهادي اجنډاوو تر سپارلو وروسته له خپلو مشرانو سره د سلا مشورو لپاره شل ورځنۍ وقفه اعلان کړه او پرېکړه وشوه چې د جنورۍ په پنځمه به یو وار بیا د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو پیلېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته را رسېدلی او ټاکل شوې چې د افغان حکومت له مشرانو سره وګوري.

په کابل کې د امریکا سفارت دا خبر تایید کړی دی.

ښاغلی خلیلزاد له کابله وړاندې اسلام اباد ته تللی و او هلته یې د پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل چې ښاغلی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان، قطر او ترکمنستان په سفر وتلی دی.

خلیلزاد ویلي چې قطر او څو نورو هېوادونو ته په دې هیله سفر کوي چې د سولې د بین الافغاني خبرو په دې پړاو خبرو کې محسوس پرمختګونه وشي.

د سولې دوهم پړاو خبرې په داسې حال کې پیلېږي چې په افغانستان کې جنګ جګړې په ځانګړي ډول هدفي وژنې د پخوا پرتله زیاتې شوي دي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د هدفي وژنو په ګډون په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده.

نوموړي ویلي، هغه کسان چې تاوتریخوالی غواړي، د سولې بهیر او د افغانستان راتلونکی به زیانمن کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم د دواړو لوریو نه غوښتنه کړې چې له رامنځته شوي فرصت نه په ګټې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره زمینه برابره کړي.

یوناما نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې د سولې د بین الافغاني خبرو د بیا پیلیدو هرکلی کړی او لیکلي دي چې دغه خبرې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې لپاره اړینې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې دیبرا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې دیبرا لاینز

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې دیبرا لاینز له قوله راغلي دي: "د جګړې درېدل به د سولې د خبرو لپاره ښه چاپیریال رامنځته کول، خلکو ته به هیلې ورپه برخه او بشري مرسته کوونکو ته به اجازه ورکړي چې ډېرې اړیني ژمنۍ مرستې په ټول افغانستان کې خلکو ته ورسوي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم غوښتنه کړې چې باید د سولې د خبرو په اجنډا کې دایمي اوربند او د بشري حقونو د قربانیانو حقونه هم شامل شي.

د بشر حقونو کمېسیون ویلي چې دا موضوع يې تازه د سولې د دواړو مذاکره کوونکو پلاویو سره د یو لیک په وسیله هم شریکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG