د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

د افغان حکومت مرکچي پلاوی قطر ته روان شو


د افغان حکومت مرکچي پلاى قطر روان شوى-ارشېف
د افغان حکومت مرکچي پلاى قطر روان شوى-ارشېف

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د سولې مرکچي پلاوي نن د سولې د دوهم پړاو خبرو د پېلېدو په هدف قطر ته روان شو.

په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو دوهم پړاو، ښايي له ژمنې سره سم نن د جنورۍ په پنځمه پیل شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی نن قطر ته روان شو.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون نن سهار ازادي راډيو ته وویل، چې تېره شپه د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې مرکچي پلاوي ته د مذاکراتو د دې پړاو لومړیتونه په هم ډاګه کړل.

دې وايي، په دې ناسته کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی د دولت او افغانانو له کلک ملاتړه برخمن دی او په پوره ډاډ د سولې په دوهم پړاو خبرو کې ګډون کوي.

هغه زياتوي: "د افغانستان د ملي مصالحې د رهبرۍ کمېټې تېر ماښام مذاکره کوونکي پلاوي ته د مذاکراتو اساسي کرښې، صلاحیتونه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي لومړیتوبونه په ډاګه کړل، زموږ هيله داده چې د مذاکراتو په دې پړاو کې ښې لاس ته راوړنې ولرو."

فريدون خوځون
فريدون خوځون

ښاغلی خوځون وايي، د افغان پلاوي لومړيتوب به اوربند ته د طالب لوري هڅول وي.

د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو د تېر لمریز کال د سپټمبر په پر ۱۲ په قطر کې پیل شو خو دواړه لوري تر دریو میاشتو وتوانېدل چې د خبرو په اجنډا هوکړه وکړي.

د دواړو لوریو یو بل ته د پشنهادي اجنډاوو تر سپارولو وروسته له خپلو مشرانو سره د صلاح مشورو لپاره شل ورځنۍ وقفه اعلان کړه او پرېکړه وشوه چې د جنورۍ په پنځمه به یو وار بیا د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو پیلېږي.

د افغان مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ويلي چې په تېرو شلو ورځو کې د ټولنې له بېلابلو اقشارو سره خبرې کړې دي.

محمد معصوم ستانکزی
محمد معصوم ستانکزی

په ورته وخت کې د افغان حکومت یوه سرچینه وايي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد کابل ته رارسېدلی او ټاکل شوې چې د افغان حکومت له مشرانو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، چې ښاغلی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د افغانستان،پاکستان،قطر او ترکمنستان په سفر وتلی دی.

خلیلزاد ویلي، چې قطر او څو نورو هيوادونو ته په دې هیله سفر کوي چې د سولې د بین الافغاني خبرو په دې پړاو خبرو کې محسوس پرمختګونه وشي.

د سولې دوهم پړاو خبرې په داسې حال کې پیلیږي چې په افغانستان کې جنګ جګړې په ځانګړي ډول هدفي وژنې د پخوا په پرتله زیاتې شوي دي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د هدفي وژنو په ګډون په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده.

نوموړي ويلي، هغه کسان چې تاوتریخوالی، غواړي د سولې بهیر او د افغانستان راتلونکی به زیانمن کړي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه کړې چې باید د سولې د خبرو په اجنډا کې دایمې اوربند او د بشرۍ حقونو د قربانیانو حقونه هم شامل شي.

د بشر حقونو کمېيسون ویلي، چې دا موضوع يې تازه د سولې د دواړو مذاکره کوونکو پلاویو سره د یو لیک په وسیله هم شریکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG