د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د افغانستان روغتیا وزیر: د کرونا د خپرېدو کچه په ټپه ولاړ حالت کې ده


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وایي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو کچه په ثابت یا ټپه ولاړ حالت کې ده.

احمد جواد عثماني نن کابل کې خبریالانو ته وویل، له دې سره سره هم دوی د ویروس د دوهمې څپې مخنیوي ته چې په خبره‌یې اوږده دوره به وي، چمتووالی لري.

ښاغلی عثماني زیاتوي: "د یوې اوونۍ په ترڅ کې له ۱،۳۰۰ تر ۱،۶۰۰ پورې کسان په کرونا اخته کېږي، حال دا چې تېرو اوونیو، یعنې له ۴۱مې تر ۴۸مې اوونۍ پورې دا شمېر د زیاتېدو په حال کې و، اوس ویروس په ثابت حالت کې دی، دا یو ښه خبر دی."

ښاغلي عثماني وویل، افغانان باید د کرونا د نوې بڼې مخنیوي ته احتیاطي ګامونه اوچت کړي، ځکه د ویروس دغه بڼه تر پاکستان او هنده رسېدلې ده.

نوموړي له افغانانو وغوښتل چې تر راتلونکو ۴ اوونیو پورې له اړتیا پرته ګاونډیو هېوادونو ته تګ راتګ ودروي.

افغانستان کې څه باندې ۵۲ زره کسان تر اوسه په کرونا اخته شوي او شاوخوا ۲،۰۰۰ زره کسان ترې مړه شوي دي.

دا رسمي شمېر دی، خو چارواکو له دې وړاندې منلې چې نارسمي شمېرې له دې څو برابره زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG