د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

جرمني نن د کرونا وبا ضد د فایزر بیو ان تېک واکسین ترلاسه کوي


ارشیف، د فایزر بیو ان تېک کرونا ویروس ضد واکسین محمولې
ارشیف، د فایزر بیو ان تېک کرونا ویروس ضد واکسین محمولې

جرمني به نن د کرونا وبا ضد د فایزر بیو ان تېک واکسین ترلاسه کړي، خو په ورته وخت کې برلین هڅې پیل کړي چې په اکسفورډ کې د کرونا ضد نوی جوړ شوی واکسین اروپایي ټولنه ژر تأیید کړي ترڅو له دې واکسینه هم استفاده وکړي.

د جرمني چارواکو له اروپایي ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره د 'کووېډ-۱۹' دوهم واکسین د اروپا لپاره تأیید کړي.

څو ساعته مخکې تر دې غوښتنې لندن د ټولې بریتانیا لپاره د استرازینیکا واکسین تطبیق ته اجازه ورکړه.

د جرمني د روغتیا وزیر یینز سپهن د استرازینیکا واکسین د ژر تر ژره ازموینې غوښتنه وکړه او ویې‌ویل چې دا واکسین له دې وبا څخه د وتلو کلي ده.

استرازینیکا د کرونا ویروس ضد واکسین
استرازینیکا د کرونا ویروس ضد واکسین

نوموړي زیاته کړه چې د امریکایي شرکت مودرنا سیال واکسین ښایي د جنورۍ په لومړیو کې تأیید شي.

د جرمني روغتیا وزیر وویل چې هېواد به‌یې ۱،۳ میلیون دوزه واکسین چې فایزر بیو ان تېک کمپنیو جوړ کړی دی او په یو شمېر لوېدیځو هېوادو کې یې خلکو ته ورکوي، نن ترلاسه کړي.

کرونا واکسین ته هیلې پيدا شوې دي، بل لور ته یو شمیر ښارونو لکه نیویارک، ریودي جنیرو او سیدني پرېکړه کړې ده چې د کرونا د خپرېدو له وېرې به د نوي کال مراسم ډېر محدود تجلیل کړي.

د بریتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوا د کیفیت د کنټرول او د روغتیایي تجهیزاتو د څارنې ادارې د استرازینیکا واکسین ورکولو اجازه ورکړه. دا واکسین د اکسفورډ پوهنتون ساینسپوهانو جوړ کړی دی.

دا د کرونا ضد دوهم واکسین دی چې په بریتانیا کې یې اجازه ترلاسه کړه. بریتانیا د استرازینیکا واکسین د ۱۰۰ میلیون دوزه فرمایش ورکړی دی چې ۵۰ میلیونه کسانو ته بس دی.

بریتانیا کې د فایزر بیو ان تېک د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ
بریتانیا کې د فایزر بیو ان تېک د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

په داسې حال کې چې د کرونا واکسین د کمپاین هڅې په نورو اروپایي هېوادونو او د امریکا په متحده ایالاتو کې نسبتاً ورو دی، اسرائیل اعلان وکړ چې په نهه ورځو کې د دې هېواد پنځه فیصده نفوس واکسین ترلاسه کړی دی، یعنې پنځه لکه اسرائیلیانو.

د اسرائیل روغتیا وزارت ویلي دي چې ۲۰ فیصده هغه کسانو چې تر ۷۰ کلونو یې عمر زیات دی د واکسین دوهم دوز هم ترلاسه کړی دی.

په ورته وخت کې د کرونا نوې بڼه چې نسبتاً ژر خپرېږي او لومړی په بریتانیا کې وپېژندل شوه، د امریکا په متحده ایالاتو، هند او لاتین امریکا کې هم تشخیص شوې ده.

ساینسپوهان په دې باور دي چې د کرونا دا نوې بڼه ډېره وژونکې نه‌ده او له اټکلونو سره سم ښایي د کرونا نوې بڼه له واکسینونو سره مقاومت ونه‌کړي.

خو بریتانیایي ساینسپوهانو ویلي دي چې دا نوې کرونا نسبتاً ژر خپرېږي او ډېره اخیستونکې ده.

XS
SM
MD
LG