د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

د "بیو ان ټیک" واکسین ښايي د کرونا د نوې خپرې شوې بڼې پر ضد اغېزمن وي


آرشیف
آرشیف


د بیو ان ټیک په نوم د درملو جرمنۍ کمپنۍ وايي، ډېر امکان لري چې د کرونا ویروس پرضد د دې کمپنۍ له خوا جوړ شوی واکسین په بریتانیا کې د دې ویروس د نوې خپرې شوې بڼې پر ضد هم اغېزمن وي.

اوګور ساهین چې د بیو ان تیک د درملو د کمپنۍ له موسسانو څخه دی وايي، له ساینسي پلوه ډېر امکان لري چې د کرونا ویروس پر ضد جوړ شوی واکسین به د دې ویروس د نوې بڼې د له منځه وړلو لپاره هم اغېزمن وي.

ښاغلي ساهین وویل، چې دا شرکت به په راتلونکو ورځو کې د کرونا ويروس د نوې بڼې په جوړښت کې راغلي بدلونونه وڅېړي.

فرانسپرس خبري آژانس د ښاغلي ساهین له قوله لیکي چې نوموړی وايي، د اړتیا په صورت کې کېدای شي د دې ویروس پر ضد کار پیلېدای شي او د ده په وینا د ټکنالوژۍ ښکلا او ښېګڼه په همدې کې ده. ه

غه زیاتوي، چې بیو ان تېک کولای شي تر راروانو شپږو اونیو پورې دا نوی واکسین جوړ کړي.

د ساهین په وینا د کرونا ویروس په نوې بڼه کې چې په بریتانیا کې موندل شوې، نهه ټوپونه یا بدلونونه راغلي په داسې حال کې چې په عادي ویروسونو کې یوازې یو ټوپ لیدل کېږي.

د بیو ان تیک شرکت دا مشر همداراز وايي، د کرونا ویروس د نوې بڼې پرضد د واکسین د جوړولو لپاره ازموینې روانې دي او په راتلونکو دوو اونیو کې به مالومه شي چې اغېز یې څومره دی.

د بریتانیا چارواکو په روانه اونۍ کې د کرونا ویروس د یوې نوې بڼې د خپرېدو خبر ورکړ او هم مهاله یې په پلازمېنه لندن او ځینو نورو سیمو کې یولړ تازه محدودیتونه هم اعلان کړل.

ځینو اروپايي هېوادونو هم له دې کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.

جرمني، ایټالیا، اتریش، بلجیم او ځینو نورو هېوادونو برتانیا ته د الوتکو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

په داسې حال کې چې د عیسویانو مذهبي جشن کرسمی ته یوازې دوه ورځې پاتې دي، د کال په دې مهمو ورځو کې چې اکثرا کورنۍ سره یوځای کېږي په خلکو کې اندېښنې پارولې دي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې په ټوله نړۍ کې تراوسه له ۷۷ میلیون زیات وګړي په کرونا ویروس اخته دي او شاوخوا ۱۷ لکه کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG