د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

لویه څارنوالۍ د عامې روغتیا وزارت ۴ کارکوونکي د بډې غوښتنې په تور نیولي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د اطلاع او شکایت له مخې تېره ورځ په دغه وزارت کې څلور تنه د بډو یا رشوت غوښتنې په تور نیولي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د سې شنبې (د مرغومي ۹مه) په ورځ ازادي راډيو ته په استولي ویډیويي پیغام کې وویل چې له نیول شوېو کسانو څېړنې روانې دي: "د عامې روغتیا وزارت له مربوطاتو څلور تنه د دغه وزارت کار کوونکو د رشوت غوښتنې په تور نیول شوي، دا کسان د لویې څارنوالۍ د مراقبت او کنټرول ریاست د ملي امنیت عمومي ریاست سره په همکارۍ نیولي، نیول شوي کسان د څارنوالۍ له لوري تر څېړنې لاندې دي."

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

ښاغلي رسولي زیاتوي، لویه څارنوالۍ ډاډ ورکوي چې دغه قضیه به د قانون په رڼا کې وڅېړي او پایلې به یې ولس سره شریکې کړي.

په ورته وخت کې په عامې روغتیا وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته تایید کړه چې دغه کسان بېګاه ماښام له وزارته وړل شوي دي.

دا چې دغه کسان څوک وي؟ سرچینه څه نه وايي او نه یې هم لویه څارنوالۍ په اړه زیات جزئیات ورکوي.

  • د درې سناتوران نیونه

دا په داسې حال کې ده چې نن مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس په بلخ ولایت کې د درې سناتورانو د بډې اخېستنې او نیونې او وروستي امنیتي وضعیت په تړاو دغې جرګې ته وربللي وو.

د افغانستان مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي چې له قانون سره سم لویې څارنوالۍ او ملي امنیت ریاست د درې سناتورانو د نیونې په تړاو له دوی سره معلومات نه دي شریک کړي.

د دغې جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار ازادي راډیو ته وویل: "تر اوسه ملي امنیت او لویې څارنوالۍ مشرانو جرګې ته بشپړ معلومات نه دي سپارلي، موږ غواړو دا قضیه په بې پرې ډول وڅېړل شي او خپل قانوني مراحل طی کړي."

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار
د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار

ښاغلي ایزدیار وايي، یو پلاوی ټاکل شوی، څو د قضیې شواهد وڅېړي او له تورنو سناتورانو سره هم ګوري او بیا وروسته جرګه په دې اړه پریکړه کوي.

لویې څارنوالۍ، دوه ورځې وړاندې د فاریاب، سرپل او خوست ولایت درې سناتوران په حیرتان بندر کې د ۴۰ زره ډالرو رشوت اخېستنې په تور ونیول.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د سهار د شپږنیمو بجو له غونډې وروسته په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، دا سناتوران داسې مهال د بډې اخېستنې په تور نیول کېږي چې له دې وړاندې یو بل ټیم توانېدلی چې په یو بل ولایت کې دوه نیم لکه ډالر د بډې په تور ترلاسه کړي.


امرالله صالح ویلي چې له بده مرغه حکومت نه دی توانېدلای چې دغه رشوت اخېستنه مستند کړي، نوموړی ټینګار کړی چې د بډو اخېستنې مستندې نیونې به همداسې دوام پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG