د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

کابل کې موټربم چاودنې ۹ تنه وژلي او ۲۰ نور ټپيان دي


ارشیف
ارشیف

په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې چاودنې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د کابل د پنځمې حوزې اړوند په خوشحال خان مېنې سیمه کې د شوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

مسعود اندرابي چې د یکشنبې په ورځ له چاودنې وروسته د پېښې په ځای کې رسنیو ته خبرې کولې وویل چې په ټپیانو کې د افغانستان د ولسي جرګې غړی خان محمد وردګ هم شامل دی.

ښاغلي اندرابي زیاته کړه: "په دغه چاودنه کې زموږ نهه ملکي هېوادوال شهیدان شوي. تر اوسه د ۲۰ تنو ټپیانو راپور ورکړل شوی چې ټول ټپیان په خپل وخت روغتونونو ته انتقال شوي دي. په ټپیانو کې په کابل کې د ولسي جرګې یو وکیل خان محمد خان وردګ هم شامل دی او وضعیت‌یې ښه دی."

محمد مسعود اندرابي
محمد مسعود اندرابي

ښاغلي اندرابي دا یو موټربم چاودنه وبلله.

د افغانستان ولسي جرګې هم تأييد کړې چې د ښاغلي وردګ په موټر چاودنه شوې ده.

دغه‌راز په دې وروستیو کې په کابل کې د چسپکي ماینونو چاودنې هم زیاتې شوې دي.

د روانې لمریزې میاشتې په ۲۳مه نېټه هم د ولسي جرګې د یو بل غړي توفیق وحدت په موټر د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې سیمه کې چاودنه وشوه چې دوه تنه په‌کې ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول، خو نوموړی په‌کې نه‌و.

له کابل ورهاخوا له ننګرهار، بدخشان، لوګر او هلمنده هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې، په پېښو کې یو تن وژل شوی او نهه تنه ټپیان شوي دي.

د دې ټولو پېښو مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد مېرزا کټوازی وايي، طالبان غواړي چې د جګړې له لارې واک ته ورسېږي.

محمد مېرزا کټوازی
محمد مېرزا کټوازی

ښاغلی کټوازی زیاتوي: "موږ باور لرو چې طالبان لا هم غواړي د پاکستان په اشاره د زور له لارې واک ترلاسه کړي، ځکه دوی چې د جهاد کوم نوم مخکې کړی وو اوس خو جګړه له بهرنیانو سره نه‌ده، بلکې دوی خپل وروڼه شهیدانوي، دوی غواړي چې هره ورځ چاودنې وکړي، وژنې وکړي او حکومت د ټوپک په وسیله وپرځوي."

دی غوښتنه کوي چې په یو وخت جګړه او د سولې خبرې ممکنې نه‌دي باید اوربند وشي او وروسته د سولې خبرې پر مخ یوړل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د وسله‌والو مخالفینو له لوري په تېرو درېیو میاشتو کې په دې هېواد کې ۳۷ انتحاري او ۵۱۰ ماین چاودنې شوي چې له امله‌یې ۵۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۰۵۰ نور ټپیان شوي دي.

خو طالبانو لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواو د تاوتریخوالي د کمولو او ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم ویلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو موضوع باید د سولې د خبرو په دوهم پړاو کې لومړیتوب ولري.

اغلې لاینز چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ‌يې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې ټول هېوادونه باید د جګړې په ښکېلو اړخونو فشار راوړي ترڅو په تاوتریخوالي کې دوامداره کمښت راشي.

XS
SM
MD
LG