د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

بریتانیا کې د کرېسمس په تړاو راټولېدنو محدودیتونه ولګول شول


په بریتانیا کې یو ملیون او نهه لکه کسان په کرونا اخته شوي چې اروپا کې د دوهمې کچې لوړې پېښې دي.
په بریتانیا کې یو ملیون او نهه لکه کسان په کرونا اخته شوي چې اروپا کې د دوهمې کچې لوړې پېښې دي.

بریتانیا کې د کرونا د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره هم‌مهاله صدراعظم اعلان کړی چې د کرېسمس په تړاو راټولېدنې باید دوام ونه‌کړي.

بورېس جانسون پرون په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، په لندن ښار او د دغه هېواد په یو شمېر نورو جنوبي سیمو کې باید هغه پلورنځي وتړل شي چې پرانیستل‌یې اړین نه‌دي.

ښاغلی جانسون زیاتوي: "موږ د دغې وبا پر مهال ویلي چې باید د پوهې په وسیله لارښوونه راته وشي، کله چې پوهه بدلون مومي، موږ باید خپل ځواب هم بدل کړو، کله چې ویروس د برید لاره بدلوي، موږ باید د دفاع لاره بدله کړو، زه ستاسو د صدراعظم په توګه د زړه له کومې باور لرم چې ماته بل هېڅ غوراوی پاته نه‌دی."

په بریتانیا کې یو ملیون او نهه لکه کسان په کرونا اخته شوي چې اروپا کې د دوهمې کچې لوړې پېښې دي.

دغه هېواد کې تر اوسه ۶۶ زره او ۶۰۰ کسان په کرونا مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG