د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

"د ترینکوټ 'ابرده' له ۵کالو راهیسې د دولت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي"


په ترینکوټ کې افغان پولیس د عملیاتو پر مهال
په ترینکوټ کې افغان پولیس د عملیاتو پر مهال

د ارزګان ترینکوټ شااوخوا د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د روانې جګړې کابو پنځه کلونه پوره کېږي.

د دې جګړې له کبله زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي او اوس د ترینکوټ په نورو برخو کې په ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي.

نعمت الله د مرکز ترینکوټ اړوند ابردې سیمې اوسیدونکی دی چې دا سیمه شااوخوا پنځه کاله وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده.

نوموړی د هغو زرګونو کسانو څخه دی چې جګړو له خپلو سېمو کډه کېدو ته اړ کړی او لا هم خپلو سیمو د ستنېدو په تمه دی:" زموږ کور ترینکوټ ښار په ۵ کیلومترۍ کې د طالبانو په ولکه کې ده. دا پنځه کاله وشول کورونه او ځمکې مو راڅخه پاتې دي. زه او وروڼه مې په دې ښار کې مزدوري کوو. "

ترینکوټ ته څېرمه د ابرده سیمه
ترینکوټ ته څېرمه د ابرده سیمه

ابرده د ترینکوټ ښار شمال لویدیځ ته په لس کیلومترۍ کې پرته ده.

نعمت الله ازادي راډيو ته وویل، ځکه خپلې سيمې ته نه ځي چې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي او د نښتو ډګر دی.

د ارزګان شااوخوا ۹۰ سلنه خاوره د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

د نوموړي په وینا د ورځې هلته حکومتي ځواکونه عملیات کوي او د خلکو کورونه نړوي او د شپې یې بېرته طالبانو ته پرېږدي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی بسم الله جان محمدي ازادي راډیو ته وویل، دا وخت د ارزګان شااوخوا ۹۰ سلنه خاوره د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

هغه وايي، دې ولایت کې په وروستیو دوه -درې کلونو کې نه دا چې افغان سرتیري پرمختګ نه کوي، بلکې د هرې ورځې په تیرېدو لا ډېرې سیمې طالبانو ته پریږدي.

په ارزګان کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
په ارزګان کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

ښاغلي محمدي زیاته کړه: "د ارزګان ولایت زیاتې سیمې د طالبانو سره دي، ډېري ولسوالیو کې د افغان دولت یوازې د یو کور په اندازه، سیمې په لاس کې دي، مرکز ترینکوټ په څلور -پنځه کیلو مترۍ کې طالبانو محاصره کړی دی. نو ویلی شو چې د ارزګان په سلو کې لس برخه خاوره د افغان دولت په واک کې ده. "

بسم الله محمدي یې لامل د پولیسو په لیکو د خیالي پولیسو شتون او فساد بولي او وايي چې د سرتیرو شمېر کم دی او د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګیدونکي سرتیري ستړي دي.

په ترینکوټ کې یو شمېر هغه سرتیري چې د دې ښار د ساتلو لپاره د طالبانو پر وړاندې د جنګ په لومړۍ کرښه کې پراته دي وايي، افغان امنیتي ځواکونو طالبان د ترینکوټ د ښار له څنډو په شا کړي خو هومره نه څومره چې ورته اړتیا ده.

د ترینکوټ ښار شمال ختیځ ته په نچین سیمه کې د جګړې د لومړۍ کرښې څو سرتیرو ازادي راډیو ته وویل: نوم مې محمد شریف دی، دا سیمه چې د جنګ لومړۍ کرښه ده له تېرو دوو کلونو په کې یم، موږ دا منو چې پرمختګ مو نه دی کړی بلکې شاه تګ مو کړی، سبب یې دا دی چې مهمات مو کم دي او د طالبانو د بریدونو سره د مخ کېدو پر مهال په وخت مرسته هم نه رسیږي.

په ارزګان کې یو تن افغان پولیس د عملیاتو پرمهال ګوته په ماشه ولاړ دی
په ارزګان کې یو تن افغان پولیس د عملیاتو پرمهال ګوته په ماشه ولاړ دی

-نوم مې کریم الله دی. که سم مهمات او پر وخت مرسته راکړل شي، نو سبا له طالبانو دا ټولې سیمې نیسو، ځکه نیول یې اسانه دي، ساتل یې مشکل دي. هسې وسلې او مهمات موږ نه لرو لکه طالبان یې چې لري، خو موږ د خپلې خاوره ساتنه کوو."

هاخوا ددې ولایت چارواکي د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سرتیرو د مهماتو د کموالي او ورته په وخت کې د مرستو د نه رسېدو په اړه وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له اړوندو امنیتي او دفاعي ادارو په ښه توګه اکمالیږي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد زیاتوي: "د دې سرتېرو د ملاتړ لپاره کافي مهمات او امکانات په ولایت کې موجود دي او دا خبره هم ردوم چې د ارزګان نوي سلنه خاوره دې طالبانو سره وي، بلکې ددې ولایت زیاته برخه خاوره د افغان حکومت تر کنټرول لاندې ده"

د ارزګان والي، ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دوی په دې لټه کې دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې هم د حکومت تر کنټرول لاندې راولي او خلکو ته په کې د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي شېرازد د خیالي پولیسو او اداري فساد شتون په دې ولایت کې د نا امنۍ د یو علت په توګه ومانه، خو ویې ویل، دوی د خیالي پولیسو زیات تشکیلات له منځه وړي او پر نورو هم کار کوي چې دده په وینا ورسره به ترینکوټ کې امنیتي ساحه پراخه شي.

XS
SM
MD
LG