د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

"میناتوري د افغانستان میراث دی، یونېسکو دې د بل هېواد په نوم نه ثبتوي"


په هرات کې د میناتورۍ یو نندارتون
په هرات کې د میناتورۍ یو نندارتون

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د میناتورۍ هنر د افغانستان تاریخي میراث دی او باید د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان کې د بل هېواد په نوم ثبت نه شي.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند د جمعې(د لېندۍ ۲۸مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال دغه هنر په یونېسکو سازمان کې د ایران، ترکیې، ازبکستان او اذربایجان د فرهنګي میراث په نوم ثبت شوی دی.

په هرات کې یوه میناتوره
په هرات کې یوه میناتوره

ښاغلی صابر وايي چې افغان حکومت به له ډیپلوماټیکو لارو د دغه اقدام پر وړاندې اعتراض وکړي او هڅه به وکړي چې د میناتورۍ هنر د افغانستان او نورو هېوادونو د ګډ فرهنګي میراث په توګه ثبت شي.

دی زیاتوي: "موږ د یوې اعلامیې په وسیله خپل اعتراض یونېسکو ته سپارلی، اوس له بهرنیو چارو وزارت غواړو چې له ډيپلوماټیکو لارو خپل اعتراض ولېږي، دغه شان مو په کابل کې د یونېسکو دفتر سره دغه موضوع شریکه کړې، څو ژر د حل لاره ورته پیدا کړو."

په افغانستان کې د میناتورۍ هنر د تیموریانو له وخت موجود و او د شیبانیانو او صفویانو د واکمنۍ پر مهال دغه هنر زیات پرمختګ وکړ، په مزارشریف کې روضه مبارکې، هرات جامع جومات او په غور کې د منار جام په افغانستان کې لوی میناتوري اثار بلل کېږي.

په هرات کې د میناتورۍ د هنر نندارتون
په هرات کې د میناتورۍ د هنر نندارتون

استاد کمال الدین بهزاد په هغه دوره کې د دغه هنر لوی هنرمند و چې په هرات ولایت کې یې د بهزاد میناتوري سبک بنسټ کېښود.

احمد علي کهزاد، غلام محمد میمنګي او جلال پوپلزي هغه هنرمندان و چې په افغانستان کې یاد هنر ته پراختیا ورکړه او د شاهرخ میرزا له دورې تراوسه په دغه هېواد کې میناتوري هنر لوړې او ژورې تر شا پرېښې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د افغانستان په ملي ارشیف کې اوس مهال د میناتورۍ زیات اثار ترسترګو کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي موزیم پخوانی مشر عمراخان مسعودي وايي چې د میناتورۍ اصلي رېښه په افغانستان پورې اړه لري او دغه هېواد حق لري چې د ملګرو ملتونو په عملي او فرهنګي سازمان 'یونېسکو' کې میناتوري د افغانستان د فرهنګي میراث په توګه وپېژندل شي.

د افغانستان د ملي موزیم پخوانی مشر عمراخان مسعودي
د افغانستان د ملي موزیم پخوانی مشر عمراخان مسعودي

دی وايي: "په افغانستان کې میناتوري د اصلي رېښې په توګه څو کاله سابقه لري او یونېسکو باید افغانستان د دغه هنر د مالک په توګه تائید کړي او دغه هېواد باید د ملګرو ملتونو په علمي او فرهنګي سازمان کې د میناتورۍ پیداکوونکي په نوم وپېژندل شي."

په کابل کې د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان یا یونېسکو تراوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

شااوخوا شپږ میاشتې وړاندې هغه مهال چې په یونېسکو کې د ترکیې او ایران په نوم د منیاتورۍ هنر د احتمالي ثبت په اړه راپورنه خپاره شول، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ځینو فرهنګي کړیو له غبرګونونو سره مخ شو او غوښتنه یې وکړه چې د دغه هنر د میراث په لېست کې باید افغانستان هم شامل شي.

ان تر دې چې په هرات ولایت کې په یوه لویه غونډه کې د سیمې اوسېدونکي له افغان حکومته وغوښتل شول چې په هېڅ صورت له دې غوښتنې تېر نه شي.

XS
SM
MD
LG