د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

غزني کې خیریه ټولنې: که له بېوزلو سره مرستې ونه شي ناورین به رامنځته شي


د ای او ایم له لوري په غزني کې ځینو کسانو ته مرستې ورکول کیږي.
د ای او ایم له لوري په غزني کې ځینو کسانو ته مرستې ورکول کیږي.

په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست مخې ته په سلګونه ښځې ماشومان او سپین ږیري راټول شوي. دوی د مرستې غوښتنه کوي او وايي، نیستۍ په مخه رااخیستي دي، ځکه اداره په اداره ګرځي او مرستې غواړي.

د دغه کسانو ډېری برخه یې هغه ده چې په دا وروستیو کې له ولسوالیو څخه د سختو جګړو او ناامنیو له امله غزني ښار ته راکډه شوي دي.

ملغلره هم د دغه کډوالو له ډلې څخه ده، نوموړې د غزني له اندړو ولسوالۍ څخه راغلې وايي: " مېړه مې معتاد دی، د ګټې وټې څوک نه لرم، خیرات ټولوم، خو اوس په خیراتونو ټولولو هم نه سره شل کېږي، ماته لس روپۍ څوک ګټه نه راوړي، سړی مې معتاد دی، اځوغ نه لرو، عیال مې له یخه راڅخه مړ شو، له جګړو بې ځایه شوي یو، موږ له اسراته راغلي یو."

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره هم وايي، په غزني کې د اندېښنې وړ بې وزله کورنۍ ژوند کوي چې د جګړو او بدحالۍ له امله له ولسوالیو څخه ښار ته راکډه شوي دي.

دوی وايي، دلته زرګونه داسې کورنۍ دي چې ژمنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د دغه ادارې په وینا، په غزني کې یې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو له ۲۵۵ پنځوس بې وزله، بې ځایه شوېو او غریبو کورنیو سره مرستې وکړې.

په غزني کې د یادې ادارې مشر انعام الله ګوهر وايي، په دغه مرستو کې نغدي او د ژمني توکو مرسته شاملې دي: "سږ کال، د کډوالو نړیوال سازمان، په غزني کې د ۲۵۵ کورنیو لپاره، مرستې لرلې، په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۵۳۵۰ نغدي مرسته تر لاسه کړه، د دې ترڅنګ درې کمپلې او یو دانه د ژمنیو تودو جامو او لباس یوه بکسه یې ترلاسه کړه."

یو شمېر مېرمنې، عکس تئزیني بڼه لري
یو شمېر مېرمنې، عکس تئزیني بڼه لري

ګوهر وايي، د غیر خوراکي او عاجلې سرپنا د کلیسټر په اساس، سږ کال په غزني ولایت کې اته نیم سره کورنۍ ژمنیو مرستو ته اړتیا لري، خو په غزني کې د شااوخوا ۱۵۰۰ کورنیو لپاره امکانات شته چې د هغوی له جملې څخه یې موږ له ۲۵۵ کورنیو سره ترسره کړل.

په دغه کورنیو کې ۹۵ فیصده له جګړو بې ځایه شوي دي، خیریه ټولنې، دولت او نورې اړوندې ادارې دي له خپلو امکاناتو په استفادې له دغه خلکو سره مرستې وکړي.

افغاني سرې میاشتې ټولنه په جنګي سیمو کې له بېوزلو، بې ځایه شوو او اړومنو خلکو سره مرستې کوي.

په غزني کې د دغه ټولنې رئيس عبدالعلیم نوري وايي، دلته خلک له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي، که مرستې ورسره ونه شي، ناورین به رامنځ ته شي.

عبدالعلیم نوري زیاتوي، د غزني له اتلسو ولسوالیو څخه په څوارلسو کې زرګونه کورنۍ له فقر، غریبۍ او نادارۍ سره مخ دي.

دی وايي: "په غزني ولایت کې خو جګړې سخته ډیرې دي، د اتلس ولسوالیو له جملې څخه په ۱۴ ولسوالیو کې اوس هم جګړې روانې دي او د جګړو له امله ډیرې کورنۍ بېځایه کېږي، له اتو تر نهه زرو کورنیو پورې مرستو ته اړتیا لري، ژمی هم په راروان دی، په ډېر بد حالت او غربت کې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د دغه بېوزلۍ، غریبۍ او بېځایه کیدو له امله په غزني ښار کې په سوونو ښځې، ماشومان او سپین ږیري کسان په خیرات ټولو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG