د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

خوستي ویناوال: نه دې مسوولین فساد کوي او نه دې نور فساد ته پریږدي


د خوست قومي مخور، مدني فعالان او روڼ اندي وايي چې د حکومت او ولس تر منځ د واټن، د خلکو د ناهیلیو او روانې جګړې اصلي لامل په دې هېواد کې د اداري فساد شتون دی.

دوی چې د پنجشنبې (د لېندۍ ۲۰مه) په ورځ په خوست کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې راټول شوي وو، د افغان حکومت او نورو بېلابېلو ادارو له مسوولینو وغوښتل چې د ولسونو د رضایت په خاطر دې د فساد مخنیوی وکړي.

ویناوالو زیاتوله، په فساد او جګړه کې د یوې وړې ډلې ګټې خوندي کیږي، خو زیان، ملامتي او بربادي يې ټول ولس زغمي.

د امید موسسې له خوا چې دا غونډه يې رابللې وه، ولایتي مسوول يې نعمت الله کریمي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، له دې ناستې موخه دا ده چې په دې موقع مشران او مسوولین ولس سره ژمنه کوي چې نه به فساد کوي او نه به نورو ته د فساد اجازه ورکوي.

د باک ولسوالۍ یو قومي مشر رحیم ګل بابکرخېل وايي، په ډېریو ادارو کې له فساد پرته کار نه کېږي:

"اداري فساد اوج ته رسیدلی، خلک ډېر په عذاب شوي دي، کوم قانوني کار چې کېږي، افغانۍ او ډالر به پرې ورکوي، له هغې پرته يې کار نه کیږي، نور مو له حکومت دا غوښتنه ده چې له هېواده دې د اداري فساد لمنه ټوله کړي، د فساد له کبله نړیوال په افغانستان پوره باور نه کوي، ولسونه د اداري فساد په مخنیوي کې د حکومت تر شا ولاړ دي، که هغوی وغواړي."

د باک ولسوالۍ یو قومي مشر رحیم ګل بابکرخېل
د باک ولسوالۍ یو قومي مشر رحیم ګل بابکرخېل

د محمدزمان نظري په نوم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو مامور هم وايي، افغان حکومت تراوسه د اداري فساد د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي او د ولس قناعت هم نه دی حاصل شوی.

ښاغلی نظري په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر محمداشرف غني له خوا د فساد پر ضد د ۵ کسیز کمېسیون ټاکل یو ښه ګام بولي او هیله څرګندوي چې دا کمېسیون به په دې برخه کې ګټور تمام شي.

قومي مشر رسول محمدخان تڼي هم غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې اداري فساد د حکومت او ولس د واټن د پیدا کېدو لامل شوی دی.

نوموړی وايي، که حکومتي اداره د ولس اعتماد حاصل کړي، ولس به ولې بل چېرې ولاړ شي او یا به واټن واخلي.

ده زیاته کړه، د یوې رڼې ادارې د رامنځته کېدو په صورت کې به خلک د هغو په مقابل کې ودریږي، چې ورانکاري عملونه کوي.

د ښاغلي تڼي په وینا، اوس خو دا پلمه ده چې وايي، له فساده ډکې ادارې سره څنګه مرسته وکړي؟

بل خوا خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي په خپلو خبرو کې ومنله چې اداري فساد زموږ د وجود هرې برخې ته داخل شوی دی.

د خوست چارواکي
د خوست چارواکي

د خوست والي په وینا، که فساد نه وي او حق حقدار ته ورسېږي، جنګ په خپله ختمیږي، ځکه جنګ او فساد یوه وړه ډله خلک تغذیه کوي، خو د جنګ قرباني بیا د دې خاورې دا بې دفاع ولس دی.

مهمند کټوازي د غونډې ګډونوالو ته وویل، نه خپله فساد کوي او نه نورو ته د فساد اجازه ورکوي، د فسادګرو پر وړاندې مبارزه کوي او هغه څوک يې ملګری دی چې په دې هدف کې يې ملګرتیا وکړي.

کله له یوې خوا د خوست اوسیدونکي په دې هېواد کې د ډیریو ستونزو بنیادي لامل اداري فساد بولي، خو تر څنګ يې ملي او نړیوالو نورو بنسټونو هم په دې هېواد کې د فساد سره د مبارزې پر څرنګوالي نیوکې کړې دي.

سیګار هم امریکايي مسوولینو ته په یو لیک کې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه له لاسته راوړونو ډکه نه ده بللې او ویلي يې دي چې دا مبارزه تر ډېره د کاغذونو پرمخ او غونډو ورټوله ده.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG