د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

ازادي راډیو ارزګان کې د معلول محب الله ژوند څومره وربدل کړ؟


معلولیت ښوونځي ته د محب‌الله د تګ مخه نه‌شي نیولای
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

معلولیت ښوونځي ته د محب‌الله د تګ مخه نه‌شي نیولای، دا ویډیو تئزیني بڼه لري او هغه ویډیو ده چې د محب الله ژوند یې بدل کړ.

دوه کاله مخکې لس کلن محب الله چې معلولیت لري له کوره تر ښوونځي په سینه څکېده، خو په وروستي یو نیم کال کې نه یوازې دا چې د معیبوینو لپاره د ځانګړي بایسکل څښتن شوی، بلکې پر وړاندې یې د خلکو چلند هم بدل شوی دی.

نوموړې نه یوازې دا چې ډېر کړاو ګاله بلکې کله به چې تر ښوونځي رسېده، لاسونه او جامې به یې ټولې د لارې په ګرودونو او خاورو لړلې وې.

خو د دې معلول کوچني په ژوند کې وروسته له هغې بدلونونه راغلل چې ازادي راډیو د ده پر ژوند څه باندې دوه کاله مخکې یو ویډیويي راپور خپور کړ.

محب الله په خبرو کولو کې یو څه ستونزه لري، خو د ښوونځي او درس سره یې لېوالتیا زیاته او په ترینکوټ کې د یو ښوونځي زده کونکی دی.

د ده پلار ۴۷ کلن نور محمد ازادي راډیو ته وویل، زوی یې دوه کاله مخکې په ډېر کړاو تر ښوونځي تلو، خو اوس خو اوس یې تګ راتګ کې ډېره اسانتیا رامنځ ته شوې ده.

دی وايي: "زوی مې اوس څلور پنځه "د معیوبینو لپاره ځانګړي" بایسکلونه لري. دا خلکو راکړل. جامې او د کور د نورو وسایلو مرسته هم راسره خلکو وکړه، خوراکي توکي یې راکړل، زما زوی یې کابل ته د درملنې لپاره انتقال کړ او هلته یو میاشت په روغتون کې بستر و."

په هغه راپور چې د محب الله پر ژوند جوړ شوی و، نورمحمد د خپلې بې وزلۍ کېسه کړې او د زوی د پالنې او درملنې په برخه کې یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

هغه غوښتنه چې مرستندویه بنسټونو او اشخاصو ورته مثبت ځواب ووایه.

د نورمحمد په وینا د خلکو مرسته نه یوازې دا چې ښوونځي ته یې د ده د معلول زوی د تګ راتګ اسانتیا رامنځ ته کړه، بلکې هغه ته یې د خلکو پاملرنه زیاته کړه او پر وړاندې یې د پخوا په مقایسه د نورو ماشومانو چلند هم بدل شوی دی.

دی زیاتوي: "پخوا به خلکو پرې ملنډې وهلې، دا به تللی نه شو. کله چې به ښوونځي ته تلو نور ماشومان به ډله پسې وو او ځوروه به یې، خو اوس په پاکو جامو او له نورو ماشومان سره یو ډول ځي او پر وړاندې یې د زده کوونکو او ښوونکیو چلند بدل شوی دی."

د محب الله سره په مرسته کې ډېره ونډه د عطا په نوم یو خیریه بنسټ اخېستې.

د دې بنسټ مشر عطاالله شګېوال ازادي راډیو وویل، کله یې چې ښوونځي د محب الله پر سینه د څکېدو ویډیو پر ازادي راډیو ولیده، نو د دې کوچني سره د مرستې هوډ یې وکړ.

محب الله له موره په پښو معلول زیږېدلی دی.

که څه هم ډاکټران وايي، د محب د وجود غړي سلامت دي او که سمه درملنه یې وشي، کیدلی شي چې معلولیت یې راکم شي، خو پلار یې نورمحمد وايي، د زوی درملنه یې په کابل کې د ډاکټرانو له توانه وتلې وه او ورته یې ویلي چې له هېواده بهر یې د زوی درملنه کېدای شي.

XS
SM
MD
LG