د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

ویلسن: افغان حکومت دې د زورواکو پر وړاندې د مجازاتو د بښنې موضوع وڅیړي


په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سرپرست سفیر راس ویلسن
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سرپرست سفیر راس ویلسن

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سرپرست سفیر راس ویلسن وايي، له افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو تمه دا ده چې د اداري فساد پر وړاندې یوې معنا لرونکې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي ویلسن د چهارشنبې (د لېندۍ ۱۹مه) په ورځ په خپله رسمي ټویټر پاڼه ولیکل، په دې کار سره افغان حکومت د روڼتیا او حساب ورکوونې په برخه کې خپله ژمنتیا لا پیاوړي کړي.

ښاغلي ویلسن پرافغان حکومت غږ کړی چې د زورواکانو پر وړاندې د مجازارتو د بښنې موضوع پای ته ورسوي، څو له اداري فساد سره مبارزه او اداري اصلاحاتو ته خپله ژمنتیا وښيي.

په افغانستان د امریکا متحده ایالاتو دا لوړ پوړی چارواکی زیاتوي، افغان حکومت باید زورواکونو ته وښيي چې د دوی له‌خوا د شوېو جرمونو پر اساس به سزا ورکړل شي.

ښاغلی ویلسن داسې مهال زورواکو ته د مجازاتو د بښنې پای غواړي چې له دې وړاندې هم یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او ان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، یو شمېر زورواکي او په ملي شورا د خلکو استازي په اداري فساد ککړ دي.

د امریکا متحده ایالات افغانستان سره د مرسته کوونکو په کتار کې لومړی ځای لري.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د سر څېړونکي ادارې یا سیګار له قوله، متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ میلادي کال تر اوسه، په ملکي برخه کې له افغانستان سره ۱۳۰ میلیارډ ډالر مرسته کړې.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناروې سفیر اندرسن لندمن له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلو خبرو کې ویلي، له فساد سره مبارزې د تل‌‌پاتې سولې د راتلو لپاره یو مهم عمل دی.

دی وايي: "له دې سره خوا په کې چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه دوهم پړاو خبرې پیلېږي او خلک د سولې د راتلو لپاره له یوه تاریخي فرصت سره مخ دي، راځئ چې دا هم ووایو چې له فساد سره مبارزه ډېر مهم عمل دی او دا مبارزه د افغانستان د سولې لپاره هم ډېره اړینه ده."

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بیا وايي، افغان حکومت له اداري فساد سره مبارزې ته ژمن دی: "د افغانستان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ډېرې هڅې کړي دي. پالیسۍ، مقررې او قوانین یې تصویب کړي. په عدلي او قضايي برخه کې او ان د دې لپاره ځانګړې محکمه هم جوړه شوې چې قضیې په خاص ډول وڅېړي. دا زما په اند مهم کارونه دي او نه کېږي چې سترګې پرې پټې کړو."

له ادارې فساد سره داسې مبارزه چې پایله ولري، هغه غوښتنه چې تل نړیوالې ټولنې له افغان حکومت کړې ده.

دا غوښتنه د نوومبر په ۲۴مه د نړۍ د نږدې ۱۰۰هېوادونو استازیو هم د جنیوا په کنفرانس کې د افغانستان له حکومته وکړه او تر ډېره یې خپلې مرستې هم له اداري فساد سره د سالمې مبارزې پورې مشروطې وبللې.

د افغانستان حکومت هم ژمنه کړې چې له ادارې فساد سره په مبارزه کې به ژمن پاتې شي.

XS
SM
MD
LG