د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

بشر حقونو کمېسيون: تېرو ١١ کلونو کې ٩٥ زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې


 پکتیا مرکز ګردیز کې د چاودنې انځور - آرشیف
پکتیا مرکز ګردیز کې د چاودنې انځور - آرشیف

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون وايي، په تېرو یوولسو کلونو کې له ٩٥ زره زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوښتې.

‎له لرې پرتو ولایتونو او جګړیزو سیمو پلازمېنې کابل ته راغلي چې خپل غږ تر حکومت او د جګړو ښکېلو خواوو ورسوي.

‎سردار محمد سروري ٢٩ کلن ځوان دی چې د هلمند ولایت د بولان او چاه انجیر نه جګړو اړ کړی تر څو کابل ته راشي او خپل غږ اوچت کړي.

‎سردار محمد وايي، په دغو سیمو کې جګړو له امله بې ځایه شوي او کورنۍ یې له یوې ولسوالۍ بل ته له کډه کېدو ستړې ه.

هغه زياتوي: "موږ په وار وار د جنګ په ټولو ښکېلو اړخو دا غږ کړی چې دایمي او جدي اوربند وکړي. هغه شان لنډ مهاله درې ورځنی اوربند نه چې د یو څو دقیقو لپاره سره طالبان او ملي اردو سره یو ځای ناست وه، یو ځای سره په یوه سترخوان ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ وخوړله خو چې کله اوربند ختم شو، زه شاهد یم چې یو بل سره ووژل."

‎سردار محمدسروري په ماشومتوب کې معلول شوی، خو په خبره یې لا یې کورنۍ ورته د معلول کېدو لامل نه دی ویلی.

‎دی وایي له ١۴ کلونو راپدېخوا په هلمند کې خیاطي کوي، خو په خبره یې تل یې دومداره جګړې تجربه کړي.

‎۱۸ کلنه سیما رضایي بیا په کابل کې د کوثر دانش کورس زده کوونکې ده.

کابل کې پر کابل پوهنتون د برید يو ټپي چې روغتون کې تر درملنې لاندې دی. November 2, 2020
کابل کې پر کابل پوهنتون د برید يو ټپي چې روغتون کې تر درملنې لاندې دی. November 2, 2020

‎سیما وايي، کله چې د لړم میاشتې په دریمه په دغه کورس حمله وشوه دا هماغلته وه او د سترګو پر وړاندې یې ټولګیوال او دوستان ټپیان او ووژل شول.

‎په دغه برید کې د سیما پښې ژوبلې شوې دي.

هغه زياتوي: "د هغه مهال نه مې عصبي شوک ولید، کله چې یو څه شور شي زیات فشار راباندې راځي، زیاته وېرېږم."

‎سیما وايي، د وژل شویو ملګرو او ټولګیوالو له امله یې زیاته ځورېږي.

‎سیما هم د جګړو له ښکېلو اړخونو د اوربند او جګړې د پای غوښتنه کوي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د قربانیانو په لمانځ غونډه کې په هېواد کې د وروستیو کورنیو جګړو له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېره خپرې کړې.

‎د دغه کمېسیون مرستیال او کمېشنر محمد نعیم نظري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې په وروستیو کلونو کې په زیاته اندازه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نظري وايي: "په تېرو یوولس کلونو کې له ٩٥ زرو زیات ملکیانو ته په افغانستان کې مرګ ژوبله اوښتې، یوازې د ٢٠٢٠ میلادي کال له پیل تر دې دمه له ٧٧٠٠ کسه ملکیان وژل شوي او ټپیان دي."

‎ښاغلی نظري وايي، دا چې سږ کال په دغو شمېرو کې څومره یې ښځې او ماشومان دي او دا چې د کوم ‌‌‌‌‌‌ډول حملو او پوځي مانورونو له امله ورته مرګ ژوبله اوښتې، لا یې مشخصه کړې نه دي خو په خبره یې د کال په پای کې دا مسایل هم له خلکو سره شریک شي.

‎د دغه کمېسیون چارواکو هم په خپله نننۍ ناسته کې د جګړې له ښکېلو اړخونو په ځانګړې توګه له طالبانو تو افغان حکومت وغوښتل، چې د جګړو پر مهال دې د ملکیانو ژوند او خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او نړیوال سازمانونه او هېوادونه دې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

‎د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نیوکه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تر دې د سولې د خبرو هېڅ پایله نه ده ورکړې خو په خبره ورځ بلې ته جګړو زور اخیستی.

‎دغه کمېسیون په داسې وخت دا څرګندونې کوي، چې د ولسمشر غني په خبره د حکومت له طالبانو سره د سولې مذاکرات له زیاتو لانجو وروسته دویم پړاو ته رسېدلي، چې هغه پر اصله اجنډا بحث کول دي.

‎تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د نهو میاشتو شمېرې خپرې کړې وې، چې په هغه کې له پنځو زرو زیاتو ملکيانو ته د مرګ ژوبلو ویل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د افغانستان حکومت او طالبانو ویلي، چې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې خپلو هڅو ته دوام وکوي.

XS
SM
MD
LG