د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

په ننګرهار کې د "ناکامورا" د وژل شویو ساتونکو کورنۍ مرسته غواړي


آرشیف
آرشیف

په ننګرهار کې د ډاکتر ناکامورا د وژل شویو ساتونکو کورنۍ د مرستې غوښتنه کوي.

د ننګرهار د دره نور اوسېدونکی سید رحیم شااوخوا ۷کاله د تیتڅو ناکامورا ساتنه وکړه، خو پوره یو کال وړاندې پر ناکامورا د برید په ترڅ کې د خپلو دوه نورو ملګرو سره ووژل شو.

له سید رحیم څخه درې لوڼې او درې زامن پاتې دي.

د سید رحیم پلار ولس خان وایي، د خپلو لمسو راتلونکې ته اندېښمن دی او لاسنیوي او ملاتړ ته اړتیا لري.

ولس خان چې د ژوند په نورو سړو تودو سربېره د خپل زوی مرګ هم ځپلى وايي، د سید رحیم مړینې یې د لمسیانو خوبونه هم له ځانه سره وژلي، ټول کال یې د خپل پلار د مرګ په ویر ژړلي دي.

هغه وايي، د سیدرحیم اولادونه کوچنيان ، د پلار بیلتون ځپلي، زده کړې او راتلونکی یې ډاډمن نه دي.

هغه زياتوي: "زوی مې وظیفه اجراء کوله، هغه خو ولاړ شهید شو، بچیان یې اوس بې سرپرسته شول، نه پوهېږم څه به وشي، هیله ده چې که د ژوند لپاره یې څه امکانات برابر شي، هغه خو ظالمانو شهیدان کړل، زمونږ خو نور علاج نشته، بس حکومت پوهېږي او کار یې."

پوره یو کال وړاندې د ډسمبر په ۴مه نېټه نامعلومو وسله والو کسانو په جلال اباد کې د تیتڅو ناکامورا پر موټر وسله وال برید وکړ چې د ده په ګډون په کې نوموړي درې ساتونکي، یو موټر چلوونکی او یو بل کس ووژل شول.

که څه له دې پېښې یو کال تېر شو خو اوس د سید رحیم خپلوان او کلیوال وایي، د سیدرحیم له مړینې وروسته تر نن پورې ورسره هېڅ ډول لاسنیوی نه دی شوی.

د سید رحیم کلیوال او قومي مشر حبیب الرحمان وایي سید رحیم د خپلو بچو لپاره د روزۍ ګټلو یوه وسیله وه چې اوس یې د لاسه ورکړه.

نوموړي وويل: "بچي یې یتیمان دي، یوه زمینه دې ورته برابره شي، هېڅ نه لري، د یوې سرپنا ځای دې ورته جوړ شي، تاسې خو ګورئ چې په دې غړه کې پراته یوو، دلته هېڅ نشته، ظالمانو یې پلار شهید کړ، دا ظالمان دې ونیول شي او د قانون منګلو ته دې وسپارل شي."

د دره نور یو دیني عالم عبدالحلیم وایي، چې سید رحیم او دده نورو دوو ساتونکو ملګرو له یوه داسې چا سره دنده نه تر سره کوله چې په جګړه کې ښکېل و، بلکې د دې وطن د ابادۍ او ښېرازې فکر ورسره و.

دی وایي، چې د دوی وژونکو ظلم او یو ناروا عمل کړی او باید د خپل عمل په سزا ورسېږي.

هغه وايي: "دی “ناکامورا” له ټوپک سره نه و راغلی، دی له کولنګ او بېلچې سره راغلی و، د دې لپاره راغلی و چې زمونږ او ستاسې ملک او د افغانانو لپاره ژوند جوړ کړي، دا یو ناروا او ناړه عمل ترسره شوی."

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي هم دغه عمل خواشیني کړي او د وژل شویو کسانو د کورني ویرجن حالت اندېښمن کړي دي.

د دغې شورا مرستیال اجمل عمر ازادي راډيو ته وویل چې په هېڅ صورت دغه کړنه د بخښلو وړ نه ده او باید په دې اړه جدي اقدامات وشي.

کله چې تېر کال د ډسمبر په څلورمه نېټه ناڅرګنده وسله والو په جلال اباد کې جاپانی ډاکټر ناکامورا ووژه نو نه یوازې په افغانستان کې، بلکې نړۍ کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

پي ایم ایس خیریه بنسټ مشر تیڅو ناکامورا چې ځايي خلکو کاکا مراد باله کلونه په افغانستان کې تېر کړي و او د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې یې ګڼې پروژې عملي کړې وې.

د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل تر دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ناکامورا د قاتلانو د موندلو لپاره حکومت جدي هڅې کوي او د هغه د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره هم د بودیجې په لټه دي.

ضياالحق امرخېل
ضياالحق امرخېل

افغان حکومت همدارنګه کال مخکې ددې ژمنه هم کړې وه چې د هغو کسانو لاسنیوی به وکړي چې وسله والو له ناکامورا سره یو ځای وژلي.

خو تر اوسه دا هر څه یوازې ژمنې ښکاري، د حکومت د ګڼو نورو ژمنو په څېر چې د پوره کیدو هېڅ ډاډ یې نه شته.

XS
SM
MD
LG