د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ غونډه او کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ غونډه
د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ غونډه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ غونډې په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د مصالحې د عالي شورا جوړېدل د سولې په پروسه کې له څو اړخونو مهم ګام بللی، لومړی دا چې په دې سره به په کابل کې د سولې په تړاو د ټولو اړخونو غږونه اورېدل کېږي او دوهمه خبره بیا دا چې د سولې په تړاو تصمیمونه به د یوه شخص او یوې کړۍ له انحصاره ووځي.

خو لېکوال، دا شورا لا هم نیمګړې بولي، ځکه په وینا یې له یوه اړخه په کې ځینې مهم سیاسي مشران نشته او له ځینو اړخونو ډېر او بې ضرورته کسان ځای پر ځای شوي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې دمصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د کارونو پیل ته په اشارې سره لیکلي ،کمېټه باید د سولې اړوند د نورو مسایلو په ګډون د طالبانو غوښتنو په اړه هم پریکړه وکړي.

وړاندې راغلي چې د دې شورا لومړۍ غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په قطر کې د سولې لپاره خبرې نوي پړاو ته ننوتي او افغان مرکچي پلاوی له طالب پلاوي سره د خبرو په کړنلارې هوکړې ته رسېدلی او اوس په اجنډا خبرې کېږي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا تل پاتې سوله هغه وخت ترلاسه کیدی شي کله چې د ټولو خلکو اساسي حقونه، خپلواکي او د ارزښتونو ساتنه او درناوی وشي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼه هم د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ غونډې ته تم شوې او لیکلي، چې د ولسمشر غني له خبرو داسې ښکاري چې د سولې لپاره پياوړې ملي اجماع شته او دا اجماع د سولې راوستو لپاره په ټول وس هلې ځلې کوي.

د ورځپاڼې په وینا، په اصل کې ستونزه دا ده چې د سولې لپاره سيمه ييزه اجماع نه شته.

لیکوال لیکي:

پاکستان، ايران او روسيه چې د طالبانو او ترهګريزو ډلو عمده ملاتړي هېوادونه دي او همدا لوري د طالبانو او ترهګريزو شبکو جګړه تمويلوي، ظاهراً د سولې د ملاتړ خبره کوي، خو په باور یې، دغه هېوادونه د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې ويني.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې افغانان د سولې لپاره نړيواله اجماع د دې لپاره غواړي چې د سيمې دا هېوادونه اړ کړي چې د افغانانو لپاره تل پاتې سولې ته ژمن پاتې شي.

د سرمقالې لیکونکي له دې پرته د سولې په برخه کې پرمختګ ستونزمن بللی.

XS
SM
MD
LG