د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د کرونا ویروس خپراوي د افغان معلولانو پر ژوند څومره اغېز وکړ؟


ارشیف، یو شمېر افغان معلولان
ارشیف، یو شمېر افغان معلولان

‎سره له دې چې په افغانستان کې روانه جګړه ښایي هره ورځ د معلولینو شمېر زیات کړي خو په دوی کې داسې کسان هم شته چې د کورنۍ یوازینی سرپرستان دي.

‎۳۴ کلن محمد نسیم هم له دغه جګړو په امان نه دی پاتې؛ دی وایي، کله چې د کار په لور روان و، په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د یو توغندي د لګېدو له امله معلول شو.

د دغه توغندیز برید له امله د محمد نسیم یو لاس او یوه پښه پرې شوه. ‎اوس سره له دې چې معلول دی، خو د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرستي لا هم ور ترغاړې ده.

هر کال په افغانستان د جګړو له امله شااوخوا لس زره کسان معلولین کېږي. 

محمد نسیم وايي: ''چوکيداري کوم، د افغانستان د معلولینو همدا حال دی، دغه هېواد معلولین، کونډې او شهیدان ورکړي، خو دا شرایط چې ګورو د افغانستان د معیوب (معلول) غمه ‌‌‌‌‌‌ډېره کمه خوړل کېږي."

‎نسیم بیا بل معلول دی، دی د کابل ښار په بله ځنډه کې په یو رسټورانټ کې کار کوي.

‎د کرونا ویروس خپراوي د نسیم ژوند هم له ستونزو سره مخ کړی، دی ان داسې ورځ را یادوي چې د دغه ویروس د خپرېدو له امله يې خپلې کورنۍ ته مناسب خواړه هم نه شول برابرولی.

دی وايي: "د کرونا ويروس له امله رسټورانټونه تړلي وو، هغه مهال وزګار وم، تر دې ځایه به چې راغلم هوټلونه به تړلي وو، خالي به تلو راتلو، تنخوا مو نه لرله، څلور میاشتې مو دغسې تېرې کړې، وروسته مو ستونزه یو څه حل شوه، خو دا دی بیا وایي چې کرونا او قرنطین دی، حیرانه یم چې څه وکړو."

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین پر مهال له معلولینو سره مرستې شوې دي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین پر مهال له معلولینو سره مرستې شوې دي.

‎که څه هم نسیم وايي، هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مرستې یې نه دي تر لاسه کړي او ان دا چې خپله دولتي کلنۍ تنخوا یې هم ټوله نه ده ترلاسه کړې، خو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین پر مهال له معلولینو سره مرستې شوې دي.

‎د دغه وزارت ویاند ضیاءالحق فضلي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "له لاسي توکو غرفو نه، د خوراکي توکو او همدارنګه د مرکز په ګډون له والیانو سره په همغږۍ په ولایتونو کې هم د کاري زمینو له برابرولو سره په تېر یوه کال کې تردې دمه شااوخوا ۹ زره کورنۍ ترې برخمنې شوي دي."

‎د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې یو میلیون طبیعي او جنګي معلولین شته.

‎دغه وزارت وایي، له دوی سره ۱۸۰ زره جنګي معلولین ثبت دي چې هرکال یې تنخواګانې ورکول کېږي.

‎بل خوا د سره صلیب کمېټې شمېرې ښیي چې هر کال په افغانستان د جګړو له امله شااوخوا لس زره کسان معلولین کېږي.

‎له دې ټولو سره سره اوس چې د کرونا ویروس د دویمې څپې خپراوي خبرې کېږي، نسیم او د ده په شان نور معلولین اندېښمن دي چې کېدای شي راتلونکي کې هم د دغه ویروس له امله د تېر په شان ژوند یې له ستونزو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG