د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

بریتانیا د کرونا ویروس ضد دوه میلیونه دوزه نور واکسین هم برابر کړ


ارشیف
ارشیف

د بریتانیا چارواکو ویلي، راتلونکو اوونیو کې د کرونا په ضد د پراخ واکسین له پیلولو مخکې یې دوه میلیونه دوزه نور واکسین هم برابر کړی.

بریتانیا چې په اروپا کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ډېره مړینه لري نن دوشنبه ویلي، هیله لري چې د کرونا واکسین په پیلېدو کې د نړۍ لومړنی هېواد شي.

بریتانیا کې چې ۶۷ میلیونه نفوس لري، تر اوسه څه باندې ۵۸ زره کسان کرونا مړه کړي دي.

د بریتانیا حکومت موافقه کړې چې له بېلابېلو تولیدي شرکتونو څخه به ۳۵۰ میلیونه دوزه واکسین واخلي، په دې شرط چې واکسینونه‌یې ګټور ثابت شي.

ګارډین او فایننشل ټایمز ورځپاڼو د روغتونونو په حواله ویلي چې د دسمبر په دوهمه اوونۍ کې به د واکسینونو لومړني دوزونه ترلاسه کړي.

ټاکل شوې امریکا کې هم ډسمبر میاشت کې د کرونا ضد واکسین پيل شي.

XS
SM
MD
LG