نړۍ
اروپايي ټولنې او د روغتیا سازمان د ایډز د ټېسټونو زیاتېدو غوښتنه وکړه
د اروپايي ټولنې د ناروغیو د کنټرول ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان د 'HIV' ایډز د ټیسټونو زیاتېدو غوښتنه وکړه.
دوی وايي، په ځانګړي توګه ختیځه اروپا، روسیه او مرکزي اسیا کې په ایډز د اخته کسانو تشخیص ډېر ناوخته کېږي.
دغو روغتيايي ادارو ویلي، د HIV ویروس ناوخته تشخیص چې د ایډز ناروغۍ سبب کېږي، دېته زمینه برابروي چې اخته کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره له تداوۍ بې برخې پاتې شي.
هغه راپور چې د اروپايي ټولنې د ناروغیو د کنټرول ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) پرون خپور کړ ښيي چې په ۲۰۱۹میلادي کال کې په اروپا کې تر یو لک او ۳۶۰۰۰ ډېر کسان په HIV ایډز اخته شوي دي.
راپور وايي، په سلو کې ۸۰ پېښې د ختیځې اروپا، روسیې او د مرکزي د اسیا د ګڼو هېوادونو په ګډون د WHO تر پوښښ لاندې په ختیځه ساحه کې ثبت شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هانګ کانګ د اورلګېدو په پېښه کې ۸۳ تنه وژل شوي
په هانګ کانګ کې په څو هستوګنو لوړو ودانیو کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۸۳ کسان، چې په کې ۱۱ اور وژونکي هم شامل دي، وژل شوي دي.
د ښار چارواکو د پنجشنبې په ورځ پرته له دې چې ډېر جزئیات وړاندې کړي، وویل چې د یوې ساختماني کمپنۍ درې تنه کارکوونکي نیول شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې په دې لوړو ودانیو کې د شاوخوا ۲۵۰ کسانو برخلیک لا هم نامعلوم دی او لا هم د هغوی د موندلو هڅې روانې دي.
په دې مرګونې پېښه کې، چې د چهارشنبې په ورځ (د قوس ۵مه) رامنځته شوه، تر۷۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د دې دوه دېرش پوړیزې اپارتماني ټولګې په ۸ بلاکونو کې نژدې ۲۰۰۰ کورونه دي.
په تاجکستان کې د چین سفارت د خپلو ۳ اتباعو د وژلو عاملانو ته د سزا غوښتنه وکړه
په دوشنبې ښار کې د چین سفارت په تاجکستان کې د خپلو درو اتباعو وژل کېدا په کلکه وغندله.
سفارت نن (جمعه) په یوه بیان کې وویل چې له تاجکستانه غوښتنه کوي چې اړوند چارواکي دې وهڅوي چې د ختلان ولایت د شمسالدین شاهین ولسوالۍ د دې برید په اړه بشپړه پلټنه وکړي او عاملانو ته یې سخته سزا ورکړي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبې) وویل چې پر چینايي کارګرو له افغانستان څخه راغلیو جنایتکاروانو برید کړی دی.
وروسته نورو تاجک چارواکو وویل چې چینايي کارګر د ډرون یا بې پېلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې وژل شوي دي.
د هانګ کانګ د اورلګیدو تلفات ۹۴ ته لوړ شول
د هانګ کانګ پولیسو د پنجشنبې په ورځ د یوه ساختماني شرکت مشران، په دغه ښار کې د اور لیګدو د پیښې په تړاو، د غیر عمدي قتل په تور ونیول.
د دې اور له امله چې په دوو جګو ودانیو کې پيل شو لږ تر لږه څلور نوي کسان ووژل شول او لاهم په لسګونو نور تري تم دي.
اوروژونکو نن سهار د پېښې له پيل څخه څلرویشت ساعته وروسته خبر ور کړ چې تقریبا اور کنټرول شوی دی.
دغه دوې ودانۍ چې اور پکې ولګید، بیا رغیدې. په هانګ کانګ کې د راپورونو له مخې په تیرو اتیا کلونو کې د دې اور ساری نه و لیدل شوی.
د سوریې موقت ولسمشر له خلکو غوښتې دي چې جشنونه پيل کړي
د سوریې لنډمهاله ولسمشر له خلکو غوښتې دي چې نن لارو کوڅو ته راووځي او د بشار الاسد د رژیم د سقوط کال دې ولمانځي.
احمد الشرع د بشار الاسد د رژیم د نسکوریدو تر ورځې نژدې اونۍ مخکې په تلویزیوني وینا کې وویل چې خلک دې په چوکونو کې راغونډ شي او ملي یووالی دې څرګند کړي.
د هیات التحریر الشام ډلې په مشرۍ وسله والو پروسږکال د ډسمبر په اتمه پلازمینه دمشق ونیو او بشار الاسد روسیې ته وتښتید.
اوس په سوریه کې حکومتي چارې د موقت حکومت له لورې چې الشرع یې مشري کوي، مخته ځي.
په پاکستان کې وسله والو پولیس وژلي او تښتېدلي
د خیبرپښتونخوا په هنګو ولسوالي کې د پولیسو درې افسران ووژل شول.
په هنګو کې پولیسو رسنیو ته وویل چې وسله والو د پنجشنبې په ورځ د سړک د غاړې پر یوې امنیتي پوستې ډزې وکړې، درې افسران یې ووژل او برید کوونکي وتښتیدل.
د دې پیښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو په خیبرپښتونخوا کې اکثر بریدونه تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) ډله کوي. اسلام اباد افغان طالبان تورنوي چې د ( ټي ټي پي) ملاتړ کوي، افغان طالبان دا تور ردوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د هنګو تر پیښې وروسته وویل چې په خیبرپښتونخوا کې له وسله والو سره په مبارزه کې پولیس مهم رول لوبوي.
په هانګ کانګ کې د لګیدلي اور د قربانیانو شمیر په زیاتیدو دی
په هانګ کانګ کې د استوګنې په څو بلاکونو کې د لګیدلي اور له امله لږ تر لږه پنځه پنځوس کسان وژل شوي او لاهم نژدې درې سوه کسان تري تم دي.
اور وژونکو نن وویل چې له یوې ورځې هڅو وروسته یې اور کنټرول کړی دی.
پولیس وایي چې د دې پیښې علت ښایي بې پروایي وي، خو د پيښې تحقیقات روان دي.
پاپ په انقره کې له ترکیي چارواکو سره ګوري
لیو څوارلسم نن د پاپ په صفت په خپل لومړي بهرني سفر ترکیې ته ورسېد.
د راپورونو له مخې پاپ لیو څوارلسم به د دې سفر په ترڅ کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري او په سیمه کې به د ستونزو په تړاو خبرې وکړي.
پاپ به له ترکیې لبنان ته ولاړ شي.
پاپ لیو څوارلسم امریکایی دی. دی د مې په میاشت کې د نړۍ د یو اعشاریه څلور میلیارډه کاتولیکانو د مشر په توګه وټاکل شو.
د استرالیا په یوه ساحل کې د شارک برید یوه ښځه ووژله
د پنجشنبې په سهار د آسټرالیا د نیو ساوت ویلز په ساحل کې د شارک برید یوه ښځه ووژله او یو بل تن یې سخت ټپي کړ.
ځایی پولیسو وویل چې د سهار په لومړیو ساعتونو کې د شارک ( کوسه ماهي) لخوا پر دوو کسانو برید وشو.
فرانس پریس لیکلي، له ۱۷۹۱ راهیسې په آسټرالیا کې له ۱۲۸۰ څخه ډیر د شارک بریدونه ثبت شوي چې ترڅ کې یې ۲۵۰ تنه مړه شوي دي.
ډومینیکن جمهوریت: امریکا کولای شي له قاچاق وړونکو سره مبارزه کې د دوی له یوې اډې کار واخلي
ډومینیکن جمهوریت د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۲۶مه) وویل دوی به متحده ایالاتو ته اجازه ورکړي چې د مخدره توکو د قاچاق وړونکو په وړاندې د خپلو عملیاتو د یوې برخې په توګه د دوی له یوې اډې کار واخلي.
د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو په ضد دغو عملیاتو کې تراوسه ۸۰ تنه وژل شوي دي.
فرانس پریس وایي، دا اعلان د ډومینیکن پلازمینې سانټو ډومینګو ته د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د سفر په جریان کې وشو.
دا سفر وروسته له هغه کیږي چې امریکا د وینزویلا د مخدره توکو د قاچاق یو بانډ د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه ونوماوه.
امریکا د سپتمبر له لومړیو راهیسې د وینزویلا لږ تر لږه ۲۰ بیړۍ چې په وینا یې دنشه یي توکو قاچاق په کې کېده، له منځه وړې دي.
هانګ کانګ کې لویه اورلګېدنه، ۴۴ کسان مړه شوي
په هانګ کانګ کې نن سهار ( پنجشنبه د لیندۍ ۶مه) د یوې لویې اور لګیدنې له کبله ۴۴ کسان مړه شوي، ۴۵ ټپيان او ۲۷۹ نور تري تم دي.
د جرمني خبري اژانس وایي، اورلګېدنه د هستوګنې په څو بلاکونو کې رامنځته شوې ده.
د اور لګېدو ځای ته نژدې اوسیدونکو ته سپارښتنه شوې چې خپلې کړکۍ او دروازې وتړي او سوځېدونکو ودانیو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
د هانګ کانګ د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د راپور له مخې، له ۸۰۰ څخه ډیر اور وژونکي او بیړني طبي خدمات او دغه راز له ۱۴۰ څخه ډیر د اور وژنې موټر د پیښې ځای ته لیږل شوي دي.
د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ دا هم ویلي چې درې کسان په اور کې د لاس لرلو په شک نیول شوي دي.