د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

پومپیو قطر کې د طالبانو او افغان دولت له مذاکره کوونکو سره وکتل


د افغان مرکچي پلاوي او مایک پومپیو لیدنه
د افغان مرکچي پلاوي او مایک پومپیو لیدنه

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو ډلو له غړو سره جلا- جلا وکتل.

ښاغلي پومپیو د افغان دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره تر کتنې وروسته وویل: "ډېر لېوال یم، د یوې بریالۍ نتیجې د احتمال ترلاسه کولو لپاره ستاسو نظر واورم."

د دولت د مذاکره کوونکي هیئت له غړو سره په کتنه کې مایک پومپیو دغه راز ویلي، د امریکا متحد ایالتونه به څومره چې کولای شي، د سولې په خبرو کې همکاري وکړي.

د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یوې غړې فوزیې کوفي ویلي، دوی په دې کتنه په افغانستان کې د اوربند پر اړتیا ټینګار وکړ.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو له مذاکره کوونکو سره په کتنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې پر اهمیت، له تور لېسته د طالبانو د نومونو د لېرې کېدو او د نورو بندیانو پر خوشې کېدو خبرې وشوې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

پومپیو چې د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د اروپا او منځني ختیځ د ۷ هېوادونو په سفر وتلی، پرون تر دې مخکې د قطر له امیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وکتل.

د افغان دولت او طالبانو مذاکره کوونکي د سپټمپر له ۱۲مې په قطر کې په مذاکرو بوخت دي، چې لا هم د اصلي مذاکرو پر کړنلار بحثونه روان دي.

په پرونۍ کتنه کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم حاضر و.

مایک پومپیو تېر ځل په سېپټمبر میاشت کې په قطر کې د طالبانو له غړو سره کتلي وو.

XS
SM
MD
LG